ليه ٬ د بس او ټرېكټر ټراليۍ ترمينځه ټكر ٬ د درې وروڼو په شمول 6 تنه مړه

ليه ٬ د بس او ټرېكټر ټراليۍ ترمينځه ټكر ٬ د درې وروڼو په شمول 6 تنه مړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 25اپریل 2018ء) لیه كښې د ټرېكټر او مسافر بس ترمينځھ د ټكر په نتيجه كښې 6 تنه مړه شوي دي۔ د نجي ټي وي ترمخه د ليه په خواوشا شوكت آباد سيمه كښی يو تند رفتاره بس ټرېكټر ټرالۍ سره ټكر شو چې په نتيجه كښې مزدورۍ له د تلونكو درې وروڼو په شمول 6 كسان مړه شول او يو بل ژوبل شو۔ د پوليس ترمخه بس لاهور څخه ډېره اسماعيل خان ته روان وو۔ پېښه كښې مړه شويو كسانو كښې ناصر ولد حاجی امیرشاہ، موسی خان ولد حاجی امیر شاہ، محمد یٰسین ولد حاجی امیر شاہ ،غفور خان ولد اسلم خان او رمضان ولد غلام حېدر شامل دے۔ ژوبل تن ډسټركټ روغتون ليه ته رسولې شوې۔ بلخوا پوليس د پېښې په اړه پلټنې پېل كړي دي۔