د عمران خان د نوي پاكستان غږ په ډاګه شوې۔بېرسټر ظفرالله خان

د عمران خان د نوي پاكستان غږ په ډاګه شوې۔بېرسټر ظفرالله خان

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 24اپریل 2018ء) د وزيراعظم خاص مرستيال بېرسټر ظفرالله خان وئېلي دي چې د عمران خان د نوي پاكستان غږ په ډاګه شوې ځكه چې د هغه د ګوند اېم پي ايز د سېنېټ ټاكنو په مهال هارس ټرېډنګ كښې ككړ پاتې شوي۔د نهې پھ ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پي ټي آئي د اړخه چې پھ كومو غړو د سېنېټ په ټاكنو كښې د هارس ټرېډنګ تور لګولې شوې٬هغوي د عمران خان په هغه تورونو حلف وركړې۔

ده ووئيل د دغه غړو په ضد د كاروائي كولو په وخت د انصاف بنيادي تقاضې نه دي پوره شوې ځكه چې د هغوي په ضد پلټنې نه دي شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تحريك انصاف او پيپلز ګوند په سياسي ګوندونو كښې د اصلاحاتو اقدام سخت مخالف وو۔ده په سباؤن كښې د هارس ټرېډنګ څخه بچ كېدو له د سېنېټ ټاكنو په قوانين كښې د اصلاحاتو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل بايد په دې لړ كښې ټول سياسي ګوندونه اجتماعي هڅې وكړي۔