د كشمير مسئلې سوله ايز حل لپاره د وزيراعظم محمد نواز شريف په هدايت د كشمير مشن په نوم سفارتي كمپائن پېل كړے شوے۔ د آزاد كشمير اولس مشر سردار محمد مسعود خان په نيويارك كښې كشميريانو ته وېنا

د كشمير مسئلې سوله ايز حل لپاره د وزيراعظم محمد نواز شريف په هدايت د كشمير مشن په نوم سفارتي كمپائن پېل كړے شوے۔ د آزاد كشمير اولس مشر سردار محمد مسعود خان په نيويارك كښې كشميريانو ته وېنا

نيويارك (پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) د آزاد كشمير اولس مشر سردار محمد مسعود خان وئيلي دي چې د كشمير مسئلې سوله ايز حل لپاره د وزيراعظم محمد نواز شريف په هدايت د كشمير مشن په نوم سفارتي كمپائن پېل كړے شوے٬ هند د كشمير صورتحال نه پام بل پلو ګرځولو لپاره د بلوچستان معاملې پورته كولو هڅه كوي۔ په آئي لېنډ كښې د كشميريانو لخوا جوړې كړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې د آزاد كشمير اولس مشر ووئيل د هند واكمن د اندرا په ډاكټرائن عمل كوي د كوم مقصد چې ګاونډي هېوادونه كمزوې كول دي۔

ده ووئيل چې د اړي پېښه په غلط ډول وړاندې كړې شوې۔ هند تل په داسې موقعو داسې پېښې كولو سره تورونه په پاكستان لګوي۔ ده ووئيل چې هند د كشميريانو نسل كشي كوي۔ په دې موقع د حريت نورو مشرانو هم وېنا وكړه۔