د پاکستان او چین ترمېنځه د ګوادر ښار پرمختګ او خاص اقتصادي زونز ته عملي شكل وركولو لپاره كار روان دے ٬ د ګوادر ايسټ بې اېكسپرېس وے په منصوبه كار پېل شو

د پاکستان او چین ترمېنځه د ګوادر ښار پرمختګ او خاص اقتصادي زونز ته عملي شكل وركولو لپاره كار روان دے ٬ د ګوادر ايسټ بې اېكسپرېس وے په منصوبه كار پېل شو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 19اپریل 2018ء) د پاکستان او چین ترمېنځه د ګوادر ښار پرمختګ او خاص اقتصادي زونز ته عملي شكل وركولو لپاره كار روان دے چې ورسره به ګوادر ښار نړيوال او جديد بندر ځائ جوړولو كښې مرسته وشي ٬ اقتصادي زونز ته عملي شكل وركولو سره به پاكستان كښې د صنعتي انقلاب لاره هواره شي۔ د سي پېك سېكټرېټ چارواكو له مخې ګوادر ښار د سنګاپور او هانګ كانګ د معيار مطابق جوړولې شي٬ دلته هسې هم سرمايه كار دلچسپي اخلي خو ډېر زر به دې ښار ته د نړيوال بندر ځائ حېثيت ترلاسه شي۔

چارواكو ووئيل ګوادر ايسټ بے اېكسپرېس وے په منصوبه كار پېل شوې چې له مخې به ئې 18.9 كلوميټر څلور لېن ستره لاره جوړولې شي ٬ دا ستره لاره به ګوادر بندر مكران كوستل هائي وے ٬ فري زون او د سباٶن كنټېنرز ټرمينل سره تړلے شي۔