د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار سره راجه محمد فاروق حیدر خان وليدل

په مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه کشمیریانو د ریاستی ظلم ٬ جبر او بشري حقونو په خلاف ورزو تفصیلی خبرې

د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار سره راجه محمد فاروق حیدر خان وليدل
په مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه کشمیریانو د ریاستی ظلم ٬ جبر او بشري حقونو په خلاف ورزو تفصیلی خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20ستمبر 2016ء) د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان سره د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه محمد فاروق حیدر خان وليدل۔ د ملاقات په مهال مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه کشمیریانو د ریاستی ظلم ٬ جبر او بشري حقونو په خلاف ورزو تفصیلی خبرې اترې وشوې۔ د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان ووئيل چې د کشمیریانو د حق خود ارادیت جائز او سپيځلو هلو ځلو ته د ریاستی جبر سره هيڅ زيان نه شي رسيدلې۔

ده ووئيل پاکستان نه د هندی دړكو څخه يرېږي او نه به د کشمیریانو سیاسی، سفارتی او اخلاقی حمایت څخه په شا شي۔ د كورنيو چارو وزیر ووئيل مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو سخته خلاف ورزي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو څخه انحراف نه يوازې د ملګرو ملتونو بلكې د جمهوری اقدارو علمبردارو لپاره د فکر وړ خبره ده۔ ده ووئيل هندي قیادت د اړخه په پاکستان د جواز نه غير تورونه لګول د سيمې امن كښې لوئ خنډ دے۔(ص ف/م ع/ګ ل/1812)