بايد د ټولو ادارو عزت وكړے شي خو زمونږ هم عزت دے٬ د عدليې بحالې لپاره مو بند تېر كړې٬ جمهوري سياسي كاركن يم٬ هيله لرم چې د يو بل احترام به وكړې شي٬ رېلوے 50 اربه روپې ګټي٬ 35 اربه خساره به وي۔ په مسافرو كښې د يو كروړ 40 لكه اضافه شوې۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعيد رفيق مېډيا سره خبرې

لاهور (پاکستان نیوزپوائنٹ 14اپریل 2018ء) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعيد رفيق وئيلي دي چې بايد د ټولو ادارو عزت وكړے شي خو زمونږ هم عزت دے٬ د عدليې بحالې لپاره مو بند تېر كړې٬ جمهوري سياسي كاركن يم٬ هيله لرم چې د يو بل احترام به وكړې شي٬ رېلوے 50 اربه روپې ګټي٬ 35 اربه خساره به وي۔ په مسافرو كښې د يو كروړ 40 لكه اضافه شوې۔ سترې محكمې د رېلوے د مكمل آډټ كولو حكم كړے۔

خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې عدالت ته په نېك نيت راغلي يو٬ په رېلوے خبرې كولو لپاره راغلي يو او په دې خبره كول غواړو۔ ده ووئيل چې كله رېلوے راكړې شوه نو 18 اربه روپې ئې ګټلې او د 30 نيم اربه روپو خساره وه٬ نن رېلوے 50 اربه روپې ګټي او خساره به 35 اربه روپې وي۔ ده ووئيل چې څنګه څوك سوچ كولې شي چې په رېلوے كښې بهتري نه ده راغلې۔