اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16ستمبر 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن په مهمند اېجنسۍ كښې په جومات د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كړې۔ اولس مشر په چاٶدنه كښې د حق رسېدليو بخښنې لپاره دعا كړې۔ اولس مشر اړوند چارواكو ته امر وكړو چې په پېښه كښې ژوبل شويو ته دې د درملنې هر ډول ممكنه آسانۍ وركړې شي ۔اولس مشر ووئيل چې ترهه ګر د خپلو كاروائيو د لارې زمونږ حوصلې نشي ماتولې٬ د ترهه ګرو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔
اولس مشر ممنون حسېن په مهمند اېجنسۍ كښې په جومات د ځانمرګي بريد غندنه وكړه
8 کال لومړی