د پاكستان ورځ د لوظ د پخلي ورځ ده۔ په ننۍ ورځ به مونږ له په مجموعي حېثيت اختلافات يو خوا ته كول او د هېواد ودانۍ ٬ پرمختګ او سوكالۍ له د ملي يو والي څرګندونه كول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاكستان ورځې په موقع پېغام

د پاكستان ورځ د لوظ د پخلي ورځ ده۔ په ننۍ ورځ به مونږ له په مجموعي حېثيت اختلافات يو خوا ته كول او د هېواد ودانۍ ٬ پرمختګ او سوكالۍ له د ملي يو والي څرګندونه كول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاكستان ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مارچ2018ء) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجرانی وئيلي دي د پاكستان ورځ د د لوظ د پخلي ورځ ده۔ په ننۍ ورځ به مونږ له په مجموعي حېثيت اختلافات يو خوا ته كولو سره د هېواد ودانۍ ٬ پرمختګ او سوكالۍ له د ملي يو والي څرګندونه كول وي۔ ده دا خبره د پاكستان ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې نن د جمعې په ورځ لمانځلې شي۔

ده ووئيل 78 كاله وړاندې د نيمې اوچې مسلمانانو د قائداعظم محمد علی جناح په مشرۍ كښې لاهور كښې د يو ځانله هېواد ترلاسه كولو لپاره د هڅو عهد وكړو او قرارداد ئې منظور كړو۔ده ووئيل د سوئيلي آسيا مسلمانانو يوې مودې څخه خپلو پېژندګلو له هڅې كولې ولې د دوئي په وړاندې كوم ټاكلې منزل نه ؤ۔ په دې ورځ هغه منزل وټاكلې شو بلكې د پاكستان جوړېدو په صورت مسلمانانو دغه منزل ترلاسه هم كړو۔

ده ووئېل د علامه اقبال د الٰه آباد خطبه كښې اګر كه د منزل تعين شوې ؤ ولې د دې ښكاره څرګندونه په 23 مارچ 1940ء د قائداعظم محمد علی جناح په مشرۍ تاريخي غونډه كښې وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان ورځ د وفا د لوظ د پخلي ورځ ده۔ په ننۍ ورځ به مونږ له په مجموعي حېثيت اختلافات يو خوا ته كولو سره د هېواد ودانۍ ٬ پرمختګ او سوكالۍ له د ملي يو والي څرګندونه كول وي۔

ده ووئيل زمونږ مشرانو دې هېواد له د خپلو ځانونو او مالونو قربانۍ وركړې۔ د دې ساتنه اوس زمونږ قامي فرض دے۔د سېنېټ چيرمين ووئېل د پاكستان پرمختګ او د وفاق مضبوطيه له به ټولو سياسي قوتونو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده ووئيل د يو قام په حېث دا زمونږ ذمه واري ده چې يوه داسې ټولنه جوړه كړو كومه چې د قائد اعظم محمد علی جناح د لارښودنې اصولو په رڼا كښې د رنګ و نسل او مذهب او د فرقې په بنياد د هر ډول امتيازي سلوك څخه پاكه وي۔ مونږ له به يو وارې بيا د قائد اعظم د افكارو په رڼا كښې پاکستان د نوي دور پرمختګ كړې رياست جوړول وي۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے پاكستان سلامت وساتي او دا دې د سباؤن يو پرمختګ كړې هېواد جوړ كړي۔