دا خبر د 13م ستمبر كال 2016 د نهې ورځ سهار څخه وړاندې خپور يا نشر نه كړې۔

مننه وزيراعظم محمد نواز شريف قام له د لويې اختر مباركي وركړه د الله پاكر شكر دے چې يو ځل بيا يې دا مباركه موقع رانصيب كړه٬زه دعا كوم چې ستاسو په ژوند كښې دغسې خوشحالۍ بيا بيا راځي٬مونږ دا لويې اختر د كشميري اولس لازواله قربانيو پھ نام كوو۔وزيراعظم محمد نواز شريف

دا خبر د 13م ستمبر كال 2016 د نهې ورځ سهار څخه وړاندې خپور يا نشر نه كړې۔
مننه وزيراعظم محمد نواز شريف قام له د لويې اختر مباركي وركړه د الله پاكر شكر دے چې يو ځل بيا يې دا مباركه موقع رانصيب كړه٬زه دعا كوم چې ستاسو په ژوند كښې دغسې خوشحالۍ بيا بيا راځي٬مونږ دا لويې اختر د كشميري اولس لازواله قربانيو پھ نام كوو۔وزيراعظم محمد نواز شريف

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12ستمبر 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف قام ته د لويې اختر مباركي وركولو په مهال وئېلي دي د لويې اختر په خوشحالۍ زه د پاكستان او د ټولې نړۍ مسلمانانو په خاص توګه كشميري اولس له د زړه د كومې مباركي وركوم۔ د الله پاكر شكر دے چې يو ځل بيا يې دا مباركه موقع رانصيب كړه٬زه دعا كوم چې ستاسو په ژوند كښې دغسې خوشحالۍ بيا بيا راځي۔

وزيراعظم د مباركۍ پېغام كښې ووئيل لويې اختر د حضرت ابراهيم عليه السلام د اطاعت او حضرت اسماعيل عليه السلام د رضا او د تسليم يادګار دے۔ ابراهيم عليه السلام د خپل پروردګار رضا لپاره د نړۍ هره خپلولي قربان كړې او په هره موقع يې د الله رضا ته پام لرنه كړې او د دغې پام لرنې عروج د خپل زوي قرباني ده۔ ده ووئېل الله پاك د خپل پلار او د زوي دا ادا داسې قبوله كړه چې د حج مناسكو برخه يې جوړه كړه او په مسلمانانو يې لازم كړه چې هغوي دا رويت ژوند وساتي۔

وزيراعظم ووئېل ابراهيم عليه السلام په خپل عمل نړۍ ته دا اوښوده چې قرباني د ځان اعلٰی انساني مقاصدو له د وقف كولو نوم دے۔د افرادو قرباني ټولنه او قام ژوندې ساتي او هم دا هغه سبق دے چې د قربانۍ د لارې تر سره كيږي۔وزيراعظم ووئېل نن د اختر ورځې په مهال مونږ د كشميري اولس قربانۍ نه شو هېرولې۔كشميري اولس د خپل حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د هند ظلم او جبر په وړاندې خپل درېم نسل قربان كړې۔

ده ووئيل مونږ دا اختر د كشميري اولس د لا زواله قربانيو په نوم كوو او راتلونكې ټول اخترونه به تر هغه وخته د كشميريانو په نوم كوو تر څو چې د كشمير مسئله د كشميريانو د هيلو ترمخه هواره نه شي۔وزيراعظم ووئيل نن د اختر په ورځ مونږ له د وحدت او قربانۍ هغه سبق يادول دي كوم چې ابراهيم عليه السلام وركړې او دا سوچ كول دي چې څنګه مونږ قام يو موټې كولې شو او د قامي مقاصدو لپاره قرباني وركولې شو۔

ده ووئيل پاكستان نن د لوے څښتن پھ فضل د څوكالۍ په لار روان شوے او مونږ به دا منزل ته رسوو۔وزيراعظم ووئيل زمونږ په وړاندې نن دا پوښتنه پرته ده چې مونږ پاكستان لپاره خپله انا او مفاد قربانولې شو ؟ ده ووئېل د اختر پھ مهال ټول قام له د وحدت پېغام وركول دي او د حضرت ابراهيم عليه السلام روايت ژوندې ساتلو له د نورو لپاره قرباني وركول دي۔ده ووئيل قرباني مونږ ته دا سبق هم راښائې چې د خوشحالۍ په وخت د ټولنې بې وزله خلك هير نه كړو٬مونږ به هغوي په خپلو خوشحالو كښې شريكوو۔

وزيراعظم ووئيل مونږ له د ذاتي٬مسلكي٬مفادوتو نه يو خوا د انتهاخوښو رويو نه ځان خلاصول دي او د خپلوم جذبو ٬ولولو او د قربانۍ روح د هېواد او قام او مسلمانانو پرمختګ او يو والي ته ګرځول دي او هم دا د اسلامي تعليماتو بنياد دے۔ده ووئيل حقيقت دا دے كه مونږ خپله جذبه او قرباني سمو مقاصدو له وقف كړو نو بيا به په ګران هېواد كښې وحدت٬رواداري٬زغم زمونږ د ژوند برخه شي او بيا به زمونږ ټولنه پھ سمو معنو كښې اسلامي ټولنه وګرځي۔وزيراعظم دعا وكړه چې الله دې زمونږ د ټولو د لويې اختر خوشحالۍ نصيب كړي او د قربانۍ عظيم عبادت دې مونږ له د هغې د روح مطابق د تر سره كولو او پوهېدو توفيق راكړي۔