د قامي اسمبلۍ سپيكر يو مثبت پیغام وركړې دې٬په ايوان كښې د ډېرو ممبرانو نه راتللو سوب د مسلم ليګ(ن)صدارتي كنونشن كښې برخه اخستل وو۔د خزانې دوهم وزير رانا افضل

د قامي اسمبلۍ سپيكر يو مثبت پیغام وركړې دې٬په ايوان كښې د ډېرو ممبرانو نه راتللو سوب د مسلم ليګ(ن)صدارتي كنونشن كښې برخه اخستل وو۔د خزانې دوهم وزير رانا افضل

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14مارچ2018ء) د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل وئېلي دي چې د قامي اسمبلۍ سپيكر يو مثبت پېغام وركړې٬ مونږ له د هغه د پېغام احترام كول پكار دي٬ تېره ورځ په ايوان كښې د ډېرو ممبرانو نه راتلو سوب د مسلم ليګ(ن)په صدارتي كنونشن كښې برخه اخستل وو۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې دوهم وزير ووئيل چې تېره ورځ د قامي اسمبلۍ غړي مصروف وو٬په دې ورځ د مسلم ليګ(ن)مركزي مجلس عامله د مسلم ليګ(ن)د صدر ټاكل وو د كوم پھ سوب چې په ايوان كښې د قامي اسمبلۍ غړو حاضري كمه وه او له امله ئې د پام راګرځونې نوټس ځواب ترلاسه نه شو۔ ده ووئيل چې د قامي اسمبلۍ سپيكر يو مثبت پېغام وركړې٬ مونږ له د هغه د پېغام احترام كول پكار دي۔