د ګولن ګول هائیډرو پاور پروژې دوېم يونټ به روانه مياشت پېداوار پېل كړي

د ګولن ګول هائیډرو پاور پروژې دوېم يونټ به روانه مياشت پېداوار پېل كړي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 06مارچ2018ء) د ګولن ګول هائیډرو پاور پروژې دوېم يونټ به روانه مياشت په مارچ كښې پېداوار پېل كړي۔ د واپډا ذريعو له مخې ګولن ګول پروژه چترال سره نزدې د مستوج درياب په معاون درياب ګولن جوړه كړې شوې او مجموعي پېداواري صلاحيت ئې 108 مېګاٶاټ دے٬ منصوبه درې پېداواري يونټې لري او د هر يونټ پېداواري صلاحيت 36 مېګاواټ دے٬ وړومبې يونټ ترسره شوے٬ دويم به مارچ او درېم به مئي كال 2018 كښې بشپړ شي۔ دا پروژه به هر كال په نېشنل ګرېډ كښې 43 كروړه 60 لكه يونټه آرزانه او چاپېريال دوسته پن برېښنا وركوي او د دې څخه به په كلنه توګه 3 اربه 70 كروړه روپۍ ګټه تر لاسه كېږي۔