د پاكستان پرمختګ او اقتصادي استحكام د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت او د دې د مشرتابه ايجنډا ده۔ د داخله وزير احسن اقبال نجي ټي وي چېنل سره خبرې

د پاكستان پرمختګ او اقتصادي استحكام د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت او د دې د مشرتابه ايجنډا ده۔ د داخله وزير احسن اقبال نجي ټي وي چېنل سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 05 مارچ2018ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان پرمختګ او اقتصادي استحكام د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت او د دې د مشرتابه ايجنډا ده۔ تېره ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل پاکستان مسلم لیګ (ن) د قانون په سرلوړۍ باور لري۔ زمونږ ګونډ ټول عمري د قامي ادارو استحكام له كار كړې۔ ده ووئيل پاکستان مسلم لیګ (ن) سېنېټ كښې د يو لوئے ګوند په توګه رامخې ته شوې او څوك هم د اولس زړه څخه د نواز شريف مينه ويستلې نه شي۔

كومه چې ورځ په ورځ سوا كېږي۔ ده ووئيل اولس د خپل محبوب لارښود نوازشريف د نااهلۍ پرېكړه قبوله كړې نه ده او د ټولو ضمني ټاكنو نتيجې ددې حقيقت ښكاره ثبوت دي۔ ده ووئيل هېواد كښې د مسلم ليګ (ن) سیاسی ټارګټ کلنګ كولې شي او كال 2014ء څخه دا بريدونه روان دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان مسلم لیګ (ن) او د دې مشرتابه د احتساب په حق كښې دي ولې دا دې په سپېځلي ډول وكړې شي۔

ټولو قامي ادارو له به د خپلې دائرې دننه پاتې كېدو سره كار كول وي۔ ده ووئيل د پخواني وزيراعظم غوره پالېسيو هېواد سوليز او قامي معيشت مضبوط كړې۔ ده ووئيل حكومت د توان ستونزه ختمه كړې او د اولس خېر ښېګړې له ئې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په شمول يو شمېر پرمختيائي منصوبې پېل كړې دي۔ ده ووئيل محمد نواز شریف هېواد يو مضبوط اتومي قوت جوړ كړې۔

احسن اقبال ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل پاکستان مسلم لیګ(ن) به د خپلې 5 كلنې کارکردګی په بنياد د روان كال 2018ء ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړي۔ ده ووئيل په نېشنل اېکشن پلان په بشپړه ډول عملدرآمد كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د جمهوري نظام تسلسل د ټولو مسئلو يوازنې حل دے۔