تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمې هېوادونو د سړك ٬ ریل ٬بجلی ٬ ګاز ٬ آئی ټی پشمول نورو بيلو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي، د امن په بحالۍ ٬ معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته وشي سی پیك به د سيمې هېوادونو شريكو رابطو ته وده وركړي، د ګوادر بندر څخه د اقتصادی هلو ځلو په نتيجه كښې به د مينځنې اسياﺀ رابطې زياتولې شي، د سی پیك ترمخه د موټرویز جوړولو سره به د سړك د لارې د رابطو په نتيجه كښې سيمه كښې معاشی پرمختګ كښې مرسته وشي۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د تركمانستان په سرحت آباد ښار كښې پرانستې دستورې ته خطاب

تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمې هېوادونو د سړك ٬ ریل ٬بجلی ٬ ګاز ٬ آئی ټی پشمول نورو بيلو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي، د امن په بحالۍ ٬ معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته وشي سی پیك به د سيمې هېوادونو شريكو رابطو ته وده وركړي، د ګوادر بندر څخه د اقتصادی هلو ځلو په نتيجه كښې به د مينځنې اسياﺀ رابطې زياتولې شي، د سی پیك ترمخه د موټرویز جوړولو سره به د سړك د لارې د رابطو په نتيجه كښې سيمه كښې معاشی پرمختګ كښې مرسته وشي۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د تركمانستان په سرحت آباد ښار كښې پرانستې دستورې ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 23 فروری2018ء) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې الحمدالله تاپی منصوبه په يو حقیقت كښې بدلېږي او دا يوه تاریخی موقع ده كومه چې د سيمې هېوادونو د اړيكو عكاسي كوي، تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمې هېوادونو د سړك ٬ ریل ٬بجلی ٬ ګاز ٬ آئی ټی پشمول نورو بيلو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي، د په امن بحالۍ ٬ معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته وشي ٬سی پیك به د سيمې هېوادونو شريكو رابطو ته وده وركړي، د ګوادر بندر څخه د اقتصادی هلو ځلو په نتيجه كښې به د مينځنې اسيا رابطې زياتولې شي، د سی پیك ترمخه د موټرویز جوړولو سره به د سړك د لارې د رابطو په نتيجه كښې سيمه كښې معاشی پرمختګ كښې مرسته وشي۔

وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د تركمانستان څخه د افغانستان د لارې پاكستان او هند له د ګاز وركولو لپاره د پائپ لائن غزولو منصوبې (تاپی) ، د برېښنا ترسیل او آپټكس پروژو افتتاح په موقع د جمعې پھ ورځ د تركمانستان سرحت آباد ښار كښې دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل تركمانستان ٬افغانستان ٬ پاكستان او هند د تاپی منصوبې شراكت دار دي او د تركمانستان اولس مشر قربان علی بردی محمدوف وژن سره تاپی ګاز پائپ لائن منصوبه د انرجی او كمیونیكېشن كوریډور جوړ شوے چې ورسره به د سيمې هېوادونو سړك٬ ریل ٬برېښنا ٬ ګیس ٬ آئی ټی پشمول په نورو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي او سيمه كښې د امن او امان بحالی او معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته وشي۔

ده ووئيل تاپی منصوبې سره به د پاكستان د توان حاجت پوره كيدو كښې مرسته وشي۔ وزیراعظم ووئيل چې هېواد كښې د اقتصادی هلو ځلو ودې په نتيجه كښې زمونږ د توان حاجت زيات شوے او د توان حاجت پوره كولو له يوازې به د تاپی منصوبه نه شي بشپړولې بلكه په دې اړه به نوې پروژې هم پيل كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان په خپلو مسائلو قابو موندلو سره پرمختګ كړي او د روان مالی كال لپاره د قامی معیشت شرح نمو تر 6 فیصده ورسي۔

ده ووئيل د چین په مرسته پيل شوې د چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ منصوبه (سی پیك) به د سيمې هېوادونو شريكو رابطو ته وده وركړي دغسې د ګوادر بندرګاه څخه د اقتصادی هلو ځلو په نتيجه كښې به د مينځنې اسياﺀ رابطې زياتولې شي، د سی پیك ترمخه د موټرویز جوړولو سره به د سړك د لارې د رابطو په نتيجه كښې سيمه كښې معاشی پرمختګ كښې مرسته وشي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د تير كال په مهال 10زره میګا واټه برېښنا پيدا كړې٬ دغسې د منصوبې ترمخه ټول هېواد كښې د مزل اسانيو لپاره د موټرویز او هائی ویز جال غزولې كېږي۔

ده ووئيل پاكستان د خپل ګاز په كمبوت هم قابو موندلې دې او تاپی منصوبې بشپريدو سره به د سباؤن د ګاز حاجت پوره كيدو كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د سرمایه كارۍ په زړه پورې موقعې شته او سرمایه كارو له د سرمایه كارۍ تحفظ ٬ ګټې منتقل كولو پشمول د امن وامان او استحكام ضمانت وركړې كېږي۔ وزیراعظم ووئيل تاپی ګاز منصوبې او انرجی او كمیونیكیشن كوریډور منصوبې بشپړيدو په اړه د ټولو شراكت دارو او په خاص توګه تاپی منصوبې له د حقیقت شكل وركولو په لړ كښې د اسيائي پرمختيائي بانك معاونت د قدر وړ دے۔ په دستوره كښې د تركمانستان اولس مشر قربان علی بردی محمدوف٬ د افغان اولس مشر او هندي چارواكو هم ګډون وكړو۔