د سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې د پي اے سي غونډه

د سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې د پي اے سي غونډه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08ستمبر 2016ء) د قامي اسمبلۍ د پبلك اكاٶنټس كمېټۍ غٶنډه د زيارت په ورځ د چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د مركزي بانك ګورنر ٬ د اېس اي سي پي چیئرمېن ، خارجه سېكتر ،د اېف آئي اې ډي جي او د نېب دوهم چيئرمېن د ګډون نه كولو له امله غونډه وځنډول شوه۔ سید خورشید احمد شاہ ووئيل چې دې چارواكو غونډې ته اهميت نه وركولو سره د ايوان سپكاوې كړے۔ په غونډه كښې د ګډون نه كولو په اړه افسرانو لخوا سپيناوې پي اے سي رد كړو او اوس به د پي اے سي غونډه په 20م ستمبر كولې شي۔