د اېف بي آر په چيئرمېن د بشپړه باور څرګندونه٬د عمران خان د اړخه په هغه لګولې شوي تورونه بې بنسټھ دي۔ د خزانې وزير اسحاق ډار

د اېف بي آر په چيئرمېن د بشپړه باور څرګندونه٬د عمران خان د اړخه په هغه لګولې شوي تورونه بې بنسټھ دي۔ د خزانې وزير اسحاق ډار

اسلام آباد 07ستمبر(اے پي پي) د خزانې وزير اسحاق ډار د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن د اړخه د اېف بي آر په چيئرمېن د سختو تورونو لګولو په لړ كښې د رد عمل څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ د خزانې وزير لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د عمران خان د اړخه په هغه تورونه لګول بې بنسټه دي۔ ده ووئيل عمران خان د خپلو بيانونو ثابتولو لپاره هېڅ ثبوت وړاندې نه كړو۔

اسحاق ډار ووئيل چې د اېف بي آر چيئرمېن يو ايماندار او ديانتدار انسان دے خو دا خبره د افسوس وړ ده چې عمران خان د څه ثبوت نه غېر په هغه د تورونو لګولو هڅه كړې۔ د خزانې وزير ووئيل چې د دې ډول بې بنسټھ تورونو لګولو سره د اېف بي آر د ملازمانو مورال كمېدے نه شي۔ د خزانې وزير اسحاق ډار د اېف بي آر په قيادت د بشپړه باور څرګندونه وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې عمران خان به د تورونو لګولو څخه وړاندې سوچ وكړي۔