وزيراعظم محمد نواز شريف د سينيګال اولس مشر ميكي سال سره يو په يواود پلاوي په كچ خبرې

ټېكسټائل٬ , زرعي مشينري او نورو څانګو كښې پھ همكارۍ كولو سره د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړولې شو

وزيراعظم محمد نواز شريف د سينيګال اولس مشر ميكي سال سره يو په يواود پلاوي په كچ خبرې
ټېكسټائل٬
زرعي مشينري او نورو څانګو كښې پھ همكارۍ كولو سره د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړولې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06ستمبر 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف ټېكسټائل٬زرعي مشينري او نورو څانګو كښې پھ همكارۍ كولو سره د سينيګال سره د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړې دې ۔د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د سينيګال اولس مشر مكي سال سر خاص او د پلاويو په كچ د خبرو په مهال وزيراعظم كلن دوه اړخيزه تجارت اوسنې حجم 30.469 ملينه ډالره ته د رسولو پھ حاجت زور راوړو۔

د خبرو اترو په مهال وزيراعظم محمد نواز شريف او د سينيګال اولس مشر د خپلو پلاويو مشري كوله۔وزيراعظم محمد نواز شريف په سينيګال زور راوړو چې د پاكستان جوړو څيزونو پشمول د سرمنی او انجينئرنګ سامان څخه استفاده وكړي۔ده ووئيل پھ دې لړ كښې د تجارت وزير په مشرۍ كښې يو تجارتي او سرمايه كاري پلاوې د سينيګال دوره كولې شي۔وزيراعظم د چينو او سيمټو پلانټس لګولو لپاره سينيګال ته په تكنيكي مرسته وركولو او نورو څانګوكښې د معاونت وړاندېز هم وكړو۔

وزيراعظم ووئيل پاكستان په سينيګال كښې د يو پاكستاني بانك پرانستو جاج هم اخلي۔دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ له آسانۍ ترلاسه شي۔ده تېر كال نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د سينيګال اولس مشر مكي سال سره د خپلو ملاقاتونو ذكر وكړو چرته چې دواړه لارښود بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته سلا شوي وو۔

وزيراعظم محمد نواز شريف كال 17-2016 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل غړې جوړیدو په لړ كښې د سينيګال په ټاكلے كېدو د سينيګال اولس مشر له مباركي وركړه۔ده هيله څرګنده كړه چې سينيګال به د اسلامي هېوادونو د ګټې تحفظ او ودې له فعاله كردار ترسره كوي٬پاكستان سينيګال لپاره د ترهه ګرۍ مخ نيوي څانګه كښې د كار استعداد زياتولو او د بشري او نشه اي توكو قاچاق مخ نيوي او استخباراتې شيئرنګ په څانګو كښې د مرستې وړاندېز وكړو۔

ده ووئيل وزيراعظم په سينيګال 2012 كښې د ټول ټاكنو نه پس د جمهوريت په باوري كولو د سينيګال اولس مشر ستائنه وكړه او د سيمې مسئلو هواري له يې د هغه د مثبت كردار ذكر وكړو۔وزيراعظم محمد نواز شريف اسلام آباد كښې د سينيګال سفارت پرانستو په لړ كښې د سينيګال د اولس مشر د پريكړې هركلے وكړو۔ده ووئيل دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته لا مستحكمه شي۔

دواړو هېوادونو د دفاع په لړ كښې د مرستې جاج هم واخست۔د سينيګال پلاوي كښې د انفراسټركچر وزير منصور عليمان د اولس مشر سفارتي سلاحكار عمر ديمبابي اے د ايوان صدر منسټر كونسلره مسز ګنونكا دايوف د مواصلات وزير حميد وسامبا كاسي دغسې د پاكستان د اړخه پلاوي كښې د وزيراعظم خارجه سلاحكار سرتاج عزيز٬د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او نور چارواكي شامل وو۔