خارجه دفتر دې كينيا كښې د نيولې شوو 9 پاكستانو اېكسپورټرز راخوشې كولو له خپل كردار ترسره كړي۔قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه د اعتراض په نكته د خيالاتو څرګندونه

خارجه دفتر دې كينيا كښې د نيولې شوو 9 پاكستانو اېكسپورټرز راخوشې كولو له خپل كردار ترسره كړي۔قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه د اعتراض په نكته د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ15جنوری2018ء) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه وئيلي دي خارجه دفتر دې كينيا كښې د نيولې شوو 9 پاكستانو اېكسپورټرز راخوشې كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د اعتراض په نكته سید خورشید احمد شاہ ووئيل د پاكستان د وريژو اېكسپورټ په كمېدو دے۔ د وريژو 9 اېکسپورټرز کینیا كښې بنديوان دي۔

د دهغوي په ضد بېلې مقدمې جوړولې شي۔ مونږ خارجه سېكتر سره خبره كړې ده او هائي كمشنر سره د خبرې باور راكړې شوې چې هغه به د مسئلې حل له هڅې كوي۔ سید خورشید احمد شاہ ووئيل د افسوس خبره ده چې خارجه دفتر ته دا پېښه معلومه نه وه۔ كه د كينيا په ډول هېواد هم مونږ سره داسې رويه وساتي نو دا خبره ډېره د افسوس وړ ده۔ ده ووئېل په امريكائي جنګ كښې مونږ خپل معيشت ختم كړې۔

د 2300 اربه روپو مونږ زيان وكړو۔ مونږ په افغان جنګ كښې خپل هر څخه تباه كړي۔ ده ووئېل مونږ هغوي له لارې وركړې٬ هوائي مېدانونه وركړل۔ ولې بياهم تورونه په مونږ لګولې شي۔ ده ووئيل مونږ له به خپلې ناكامۍ نه پټول وي۔ ده ووئيل ګوادر كښې برېښنا او اوبه نشته۔ دغلته ته 18 ٬ 18 ساعته لوډشېډنګ كېږي او د اوبو يو ټېنكر په 15 زره روپۍ وركولې شي۔ دې معاملاتو پلو بايد پام لرنه وشي۔