د سرکاری سکیم ترمخه د حج درخواستونه به 15 جنورۍ څخه جمع كېدې شي، قرعه اندازی به په 26 جنورۍ كېږي

د سرکاری سکیم ترمخه د حج درخواستونه به 15 جنورۍ څخه جمع كېدې شي، قرعه اندازی به په 26 جنورۍ كېږي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12جنوری2018ء) د سرکاری سکیم ترمخه د حج درخواستونو به د 15 جنورۍ څڅه جمع كېدې شي ۔ قرعه اندازی به پھ 26 جنورۍ كېږي۔ د مذهبی چارو وزارت له مخې د سرکاری سکیم تر مخه د خواستونه جمع کوونكو ته وئيلي شوي ګروپ كښی به زيات نه زيات 14 كسان شامل وي۔ بايد د ګروپ د ټولو او د ګروپ د لیډر درخواست لمبر يو وي۔ د ګروپ لیډر دې د درخواست فارم جمع کولو نه پس د بانك افسر لاس ليك شوې کمپیوټر پرنټ فارم ترلاسه كړي، غلط کوائف به حج قرعه اندازۍ كښې د ناکامۍ سبب ګرځي۔

درخواست كونكې د وزارت په ویب پاڼه هم خپل کوائف چیك كولې شي۔داسې كسان كومو چې د سرکاری سکیم ترمخه په ژوند كښی يو ځل هم حج کړې وي ، هغه حج 2018ء لپاره د درخواست وركولو اهل به نه وي۔ د مذهبی چارو وزارت د 80 كالو څخه زيات عمره كسان د قرعه اندازۍ څخه مستثنیٰ ګرځولې دي۔