د كوئټې پېښې سره د ټولنې ملا ماته شوې د جهاز رانی او بندرځايونو وفاقی وزیر حاصل بزنجو په سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

د كوئټې پېښې سره د ټولنې ملا ماته شوې د جهاز رانی او بندرځايونو وفاقی وزیر حاصل بزنجو په سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05ستمبر 2016ء) د جهاز رانی او بندرځايونو وفاقی وزیر حاصل بزنجو وئيلي دي چې د كوئټې پېښې سره د ټولنې ملا ماته شوې ٬ مونږ له به د ترهه ګرۍ سوچ سره جنګ كول وي ‘ دا منو چې د دې په شا د هند لاس دے دا سوچ لرونكې زمونږ وګړي دي ٬ مونږ له به دا كتل وي چې زمونږ بچو ته څه لوستل كېږي ٬ مدرسې څه تعلیم وركوي ‘ میډیا‘ حکومت‘ منبر او د جوماتونو په كچه به د دې سوچ په ضد جنګ كول وي او كه داسې ونه شوه نو مونږ د دې عذاب څخه نه شو بچ كيدے۔

د ګل په ورځ د سېنټ غونډې په مهال وفاقی وزیر حاصل بزنجو د کوئټې په پېښه بحث پيل كولو سره ووئيل چې سناتور جهانزیب جمالدینی په دې پېښه بحث پيل كولو خو هغه غمجن و نو دې لپاره زه نامزد کړې شوې يم۔ ده ووئيل د وكيلانو پشمول ګڼ كسان دې پېښه كښې په حق رسېدلي دي ۔ دې پېښې د ټولنې ملا ماته كړې۔ دا د ترهه ګرۍ لويه پېښه ده ۔ ده ووئيل كه دا پېښه 15 دقيقې وروستو شوې وې نو قاضيان او نور ګڼ وكيلان هم په نښه كيدې شو۔ ده ووئيل ترهه ګري د ټوپك د لارې ختميدې نه شي ٬ مونږ له به د داعش او طالبانو سوچ لرونكو سره جنګ كول وي۔