حکومت د عام وګړيو ستونزو كمولو له ټولو څانګو كښې په تندۍ سره پرمختګ کوي۔

په عملی ګامونو پورته كولو باور لرو ، بيلو څانګو كښې لوئې پروژې زمونږ د كاركردګۍ ثبوت دے , د وزیراعظم محمد نواز شریف د وفاقی وزیر شاهد خاقان عباسی سره ملاقات كښې خبرې

حکومت د عام وګړيو ستونزو كمولو له ټولو څانګو كښې په تندۍ سره پرمختګ کوي۔
په عملی ګامونو پورته كولو باور لرو ، بيلو څانګو كښې لوئې پروژې زمونږ د كاركردګۍ ثبوت دے
د وزیراعظم محمد نواز شریف د وفاقی وزیر شاهد خاقان عباسی سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 05ستمبر 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي حکومت د عامو وګړيو ستونزو كمولو له ټولو څانګو كښې په تندۍ سره پرمختګ کوي ٬ په عملی ګامونو پورته كولو باور لرو ، بيلو څانګو كښې لوئې پروژې زمونږ د كاركردګۍ ښكاره ثبوت دے۔ ده دا خبره د پټرولیم او قدرتی وسېلو وفاقی وزیر شاهد خاقان عباسی سره د ګل په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔

وزیراعظم ووئيل وګړيو ته معلومه ده چې زمونږ د پالیسو مقصد اولسې ستونزې هوارول دي او د هيواد خذمت كول دي۔ ده پھ ټولو پروژو عملدرآمد كښې سپيځلتيا باورې كولو او پھ اړوندو قوانینو په سختۍ سره د عمل كولو په حاجت زور راوړو ۔ ده ووئيل ایل این جی پاور پراجیکټس دې په تندۍ سره بشپړه كړې شي دغسې چی اولس ته ارزانه برېښنا وركړې شي۔ ده ووئيل تر 2018ء به مونږ د برېښنا په كمي قابو ومومو۔

وزیراعظم ووئيل د بده مرغه تيرو حكومتونو د توان پشمول مهمو څانګو ته پام لرنه نه ده كړي۔ ده ووئيل هيواد كښې د امن وضعه ښه شوې او د ځائې او غير ملکی سرمایه کارو د قامی معیشت په بيلو څانګو كښې د سرمایه کارۍ ډاډګيرنه شوي ، ده ووئېل مونږ د اقتصادی بحالۍ او پرمختګ په انقلابی ایجنډه عمل كوو ۔ پھ دې موقع د پټرولیم وزير وزیراعظم ته ووئيل ګدو او نندی پور پاور پراجیکټس لپاره راروان كال د ګاز وركول باورې كولو له ټول انتظامات شته۔

ده ووئيل د سوئی ناردرن ګاز پائپ لائن لمیټډ او سوئی سدرن ګاز پائپ لائن لمیټډ ترسیل ښه كولو له سرمایه کاری کېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل د حکومتي پالیسيو په سوب د تیل او ګاز د لټون کمپنی د هيواد بيلو برخو كښې كار كوي ۔ ده ووئيل د هيواد د توان حاجت پوره كولو له د ایل این جی ټرمینلز او ګاز پائپ لائنونو جوړولو پشمول د ګاز په پروژو کار روان دے۔