د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بره سيمو كښې د نور باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔ د موسميات محكمه

د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بره سيمو كښې د نور باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔  د موسميات محكمه

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 12دسمبر2017ء) د موسميات محكمې وئيلي دي د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد او پېنډې پشمول په لاهور٬ ګوجرانواله٬ سرګودها٬ ساهيوال٬ فېصل آباد ډويژن٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې د باران ورېدو امكان دے٬ دغسې په بره خېبر پښتونخوا٬ فاټا٬ ملتان٬ بهاولپور٬ ډي جي خان٬ شمالي ختيز بلوچستان او سندھ كښې په ځينې سيمو د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔ د موسميات محكمې راپور له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال تر ټولو زيات باران په راولاكوټ كښې 49 ملي ميټره رېكارډ شوے او په مير كهاني كښې 14 انچه واوره ورېدلې دهَ