وزیراعظم محمد نوازشریف د اسلام آباد نوي هوائي۔

مېدان په 14مه اګست د پرانستې اعلان هيله ده چې نوې هوائي مېدان به د پېشه ورې پوهه هنداره وي٬ په منصوبه عملدرآمد كښې دې د نړيوال معيار خيال باوري كړې شي د وزیراعظم محمد نوازشریف د شهري هوابازۍ چارو پحقله غونډې ته وېنا وزیراعظم د اسلام آباد او پېنډۍ مېټرو بس تر نوې هوائي مېدان رسولو امر وكړو

وزیراعظم محمد نوازشریف د اسلام آباد نوي هوائي۔
مېدان په 14مه اګست د پرانستې اعلان هيله ده چې نوې هوائي مېدان به د پېشه ورې پوهه هنداره وي٬ په منصوبه عملدرآمد كښې دې د نړيوال معيار خيال باوري كړې شي د وزیراعظم محمد نوازشریف د شهري هوابازۍ چارو پحقله غونډې ته وېنا وزیراعظم د اسلام آباد او پېنډۍ مېټرو بس تر نوې هوائي مېدان رسولو امر وكړو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) وزیراعظم محمد نوازشریف د اسلام آباد د نوي هوائي مېدان د اګست په 14مه نيټه كال 2017 د پرانستې اعلان كولو سره هيله څرګنده كړې چې نوې هوائي مېدان به د پېشه وره پوهه هنداره وي٬ په منصوبه عملدرآمد كښې دې د نړيوال معيار خيال باوري كړې شي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د اېوي اېشن چارو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔

وزیراعظم بنو او د مانسهرې پشمول د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په هوائي مېدانونو د كار صورتحال او پېشرفت پحقله خبر كړې شو۔ غونډه كښې ووئيل شول د اسلام آباد د نوي هوائي مېدان 82 فيصده كار ترسره شوې او منصوبه د خاص مالياتي وسيلو دننه سر ته د رسولو هڅې روانې دي٬ منصوبه په درې لويو پېكجونو د مسافرو ټرمينلز ٬ فضائي او زمكيزو برخو وېشلې شوې۔

وزیراعظم ته ووئيل شول د اسلام آباد نوې هوائي مېدان به د اګست په 14مه نيټه كال 2017 فعاله كولې شي ۔غونډه د رابطې سړكونو ٬ د اوبو آسانيو٬ د قدرتي ګاز ٬ برېښنا او اړوندو آسانيو پحقله خبر كړې شوه۔ رما او كسانه بندونو څخه به نوې هوائي مېدان ته اوبه وركولې شي او دا كار به ډېر زر بشپړ شي۔ وزیراعظم باور څرګند كړو چې نوې هوائي مېدان به مسافرو لپاره سيمه ايز مركز وګرځي ۔

وزیراعظم د اسلام آباد او پېنډۍ مېټرو بس د نوې هوائي مېدان پرختيا وركولو هم امر وكړو۔ وزیراعظم ووئېل زه به په كال 2017 14 اګست د هوائي مېدان پرانسته كوم۔غونډه د علامه اقبال نړيوال هوائي مېدان پراختيا نه هم خبر كړې شوه۔ وزیراعظم ته د نړيوال معيار له مخې د منصوبې پراختيا لپاره د مجوزه بېلا بېلو جديدو ډائزئنونو په اړه بريفنګ وركړې شو٬ مجوزه ډائزئن د مغل او هسپانيه طرز سره سره جديد فن تعمير هم دے۔ وزیراعظم د مجوزہ ډیزائنونو منظوري وركولو سره د علامه اقبال نړيوال هوائي مېدان د پراختيا پېل كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار٬ د اېوي اېشن سېكتر عرفان الٰهي، د سول اېوي اېشن ډائرېكټر جنرل اېئر مارشل عاصم سلمان او نور چارواكو ګډون وكړو.