پاكستان سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكے هېواد رامخې ته كيږي ۔د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد

پاكستان سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكے هېواد رامخې ته كيږي ۔د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئېلي دي د سرمايه كارۍ بورډ 7مه غونډه رابللې شوې٬ پاكستان د سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكے هېواد رامخې ته كيږي ۔د جمعې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د عمران ظفر لغاري د پوښتنې په ځواب شېخ آفتاب احمد ووئيل د تېرو دريو كلونو په مهال د سرمايه كارۍ بورډ غونډه نه ده شوې٬دا بورډ اوس جوړ شوې٬دغسې اوومه غونډه روانه مياشت رابللې شوې۔پھ دې غونډه كښې به نيو آټو موټو ډوېلپمنټ پالېسۍ 2016 نه تر 20121 ته حتمي شكل وركولې شي۔ده ووئيل دا وخت پاكستان د سرمايه كارۍ په اعتبار زړه راښكونكے هېواد رامخې ته كيږي ۔