وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اسلام آباد او پينډۍ ترمينځھ د چليدونكې میټرو بس سروس د پلاننګ، آپرېشن او مینېټیننس لپاره د کیپټل ماس ټرانزټ اتھارټی جوړولو منظوری وركړه

وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اسلام آباد او پينډۍ ترمينځھ د چليدونكې میټرو بس سروس د پلاننګ، آپرېشن او مینېټیننس لپاره د کیپټل ماس ټرانزټ اتھارټی جوړولو منظوری وركړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 06دسمبر2017ء) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اسلام آباد او پيينډۍ مهمو استوګنو سيمو ترمينځه د چليدونكې میټرو بس سروس د منصوبه بندۍ، آپرېشن او مینېټیننس لپاره د کیپټل ماس ټرانزټ اتھارټی جوړولو اصولی منظوری وركړې ده۔ دا پريكړه د شورو په ورځ وزیراعظم آفس كښې د اسلام آباد میټرو بس پراجیکټ په اړه يوه غونډه كښې شوې ده كومه به چې د نوې هوائي ميدان جوړيدو نه پس د پينډۍ اسلام آباد وګړو له د مزل اسانۍ وركړي۔

په غونډه كښې د مواصلات وزير محمد جنید انوار چوهدری، د وزیراعظم سیکتر، د سی ډی اے چیئرمېن انصر شیخ، د پنجاب ماس ټرانزټ اتھارټی منیجنګ ډائریکټر سبطین فضل حلیم، د نېشنل هائی وے اتھارټی چیئرمېن شاهد اشرف تارړ، د خزانې سیکتر شاهد محمود او نور چارواكي موجود وؤ۔ وزیراعظم دې مقصد له د پنجاب ماس ټرانزټ اتھارټی پوهې تر مخه په لږ وخت كښې د قانونی ادارې جوړولو لپاره د ضروری قانون سازۍ سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم د این ایچ اے چیئرمین ته د اسلام آباد نوې هوائي ميدان لنك روډ او هوائي ميدان سره پيوستې بنیادی اډانې په خپل ټاكلې وخت د بشیړولو سپارښتنه وكړه۔