د وزيراعظم لخوا د نړۍ پھ مهمو هېوادونو او ملګرو ملتونو كښې د هند رياستي ترهه ګري په ډاګه كولو لپاره د پارلمان د غړو د پلاوو ليږلو اقدام د اهميت وړ دے٬

بايد نړيواله ټولنه په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ پھ اوسنيو وخشي كاروائيو خاموشه پاتې نه شي او د خپل حق ترلاسه كولو د هڅه كونكي مظلوم كشميري اولس ملګرتيا وكړي٬نړۍ دې پھ مقبوضه سيمه كښې د پيلټ ګڼ پشان د خطرناكو وسلو د استعمال نوټس واخلي۔ د پارلمان غړو اعجاز الحق٬ ميجر(ر)طاهر اقبال او د نواب علي وسان اے پي پي سره خاص خبرې

د وزيراعظم لخوا د نړۍ پھ مهمو هېوادونو او ملګرو ملتونو كښې د هند رياستي ترهه ګري په ډاګه كولو لپاره د پارلمان د غړو د پلاوو ليږلو اقدام د اهميت وړ دے٬
بايد نړيواله ټولنه په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ پھ اوسنيو وخشي كاروائيو خاموشه پاتې نه شي او د خپل حق ترلاسه كولو د هڅه كونكي مظلوم كشميري اولس ملګرتيا وكړي٬نړۍ دې پھ مقبوضه سيمه كښې د پيلټ ګڼ پشان د خطرناكو وسلو د استعمال نوټس واخلي۔ د پارلمان غړو اعجاز الحق٬ ميجر(ر)طاهر اقبال او د نواب علي وسان اے پي پي سره خاص خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 30اگست 2016ء) د پارلمان غړو اعجاز الحق ميجر(ر)طاهر اقبال او د نواب علي وسان وئېلي دي چېد وزيراعظم لخوا د نړۍ پھ مهمو هېوادونو او ملګرو ملتونو كښې د هند رياستي ترهه ګري په ډاګه كولو لپاره د پارلمان د غړو د پلاوو ليږلو اقدام د اهميت وړ دے٬بايد نړيواله ټولنه په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ پھ اوسنيو وهشي كاروائيو خاموشه پاتې نه شي او بايد د خپل حق ترلاسه كولو د هڅه كونكي مظلوم كشميري اولس ملګرتيا وكړي٬نړۍ دې پھ مقبوضه سيمه كښې د پيلټ ګڼ پشان د خطرناكو وسلو د استعمال نوټس واخلي۔

د نهې پھ ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د مسلم ليګ(ضياﺀ)مشر او بېلجيم لپاره د وزيراعظم لخوا نومول شوي خاص استازي محمد اعجاز الحق ووئيل چې وزيراعظم په مقبوضه كشمير كښې د هندي حكومت او پوځ اوسني ظلمونه په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره د پلاو لېږلو درست اقدام كړی بايد پاكستان په دې صورتحال كښې خپل فعاله كردار ترسره كړي٬پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ د هڅو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي۔

ډه ووئيل چې مونږ به د كشمير په اوسني صورتحال دريځ وړاندې كوو٬دا پلاوي د نړۍ مهمو هېوادونو ته روان دي۔پھ مقبوضه كشمير كښې به د هند رياستي ترهه ګري په ډاګه كولې شي۔ ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د فېلټ ګنز د استعمال په نتيجه كښې 85 كشميريان شهيدان شوي او د 500 نه زيات نابينا شوي۔د دې پھ ضد بايد پھ ټوله نړۍ كښې غږ پورته كړی شي۔د كشمير چارو پخواني وزير او د مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړي ميجرر(ر)طاهر اقبال كوم چې سعودي لپاره د وزيراعظم پھ خاص پلاوي كښې شامل دے٬ ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې به ځايي كچه تحريك زور كړی او كشميريان پخپله د آزادۍ حق لپاره هڅې كوي او هند په دوي ظلمونه كوي بايد نړۍ د دې صورتحال نوټس واخلي۔

ده ووئيل چې هند د پاكستان په ضد په نړۍ كښې منفي پروپیګنډا كوي خو نړۍ ته د هند اصلي څيره څرګنده شوې چې هغه څنګه په مقبوضه كشمير كښې ظلمونه كوي۔د پيپلز ګوند غړي او روسيې لپاره په پلاوي كښې شامل خاص استازي نواب علي وسان ووئيل چې د وزيراعظم لخوا پھ مقبوضه كشمير كښې د هند ظلمونه په ډاګه كولو لپاره د نومول شويو پلاو به ځانګړی اثرات رامينځ ته شي۔

د هندي ظلمونو څخه به نړۍ خبروو بايد د اپوزيشن نور ګوندونه هم شامل كړی شي او دې سره دې د كشميريانو نمائندګي هم په پلاوي كښې شامله كړی شي۔ده ووئيل چې مونږ ته د كشمير كيس نړۍ ته وړاندې كول دي بايد د هندي پوځ لخوا د استعمال شوي فېلټ ګنز او د دې د اثراتو وېډيو ځان سره يوړلې شي۔ده ووئيل چې كه مونږ پھ كشمير خپله مقدمه تيارولو سره بهرنيو هېوادونو ته لاړو نو مثبت آغېز به يې وشي۔ده ووئيل چې د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري هم پھ كشمير كښې ظلمونه په ډاګه كولو لپاره د كردار ترسره كولو اعلان كړې۔مونږ به د خپل ګوند ښه نمائندګي وكړو۔