د چين او پاكستان د اقتصادي لارې په اړه دوه ورځنې غونډه مهمه به ﴿سبا﴾ كېږي

د چين او پاكستان د اقتصادي لارې په اړه دوه ورځنې غونډه مهمه به ﴿سبا﴾ كېږي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د چين او پاكستان د اقتصادي لارې په اړه دوه ورځنې مهمه غونډه به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې كېږي۔ دا غونډه به پاك چين فرېنډ شپ سنټر كښې كېږي چې پكښې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې د پروژې پرمختګ٬ د مودې ټاكنې او د سرمايه كارې پشمول د ټولو مهمو اړخونو جاج اخستلې شي او ټول وزارتونه ٬ محكمې او صوبې به ګډون كوونكي تر اوسه د شوي پرمختګ نه خبروي۔

د دوه ورځني كنفرنس په مهال د يو ځانګړي نندارتون اهتمام هم شوے۔ په كنفرنس كښې به اعلٰي وزيران٬ وفاقي وزيران٬ د سركاري او نجي تحقيقي ادارو استازي٬ د چين سفير او د چينائي كمپنو مشران او استازي ګډون كوي۔دا غونډه اته شيشن لري۔ وړومبي سيشن ته به د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال٬ خاص مرستيال طارق فاطمي٬ د چين سفير سن وي ډونګ٬ په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد٬ خارجه سلاكار سرتاج عزيز٬ د پلاننګ كميسون او د سي پېك اېګزېكټو ډائرېكټر ډاكټر صفد سهېل٬ پخوانې سفير منير اكرم٬د سرمایه کارې بورډ چیئرمېن ډاکټر مفتاح اسماعیل، د اوبو او برېښنا وفاقي سېكتر محمد یونس ډھاګه، د اېن اېچ اے چيئرمېن شاهد تارړ او د غونډې وروستي سيشن ته به د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار، د څلورو واړو صوبو اعلٰي وزيران پرویز خټك، شهباز شریف، ثناء اللہ زهری، سید مراد علي شاہ، راجه فاروق حیدر خان اور حافظ حفیظ الرحمان هم وېنا كوي۔