د وزيراعظم لخوا د روغتيا څانګې لپاره اقدامات د ستائنې وړ دي۔ وفاقي پارلماني سېكتر بېرسټر محسن رانجھا

د وزيراعظم لخوا د روغتيا څانګې لپاره اقدامات د ستائنې وړ دي۔ وفاقي پارلماني سېكتر بېرسټر محسن رانجھا

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي پارلماني سېكتر بېرسټر محسن رانجها وئيلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف لخوا د روغتيا څانګې لپاره اقدامات د ستائنې وړ دي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف تل د اولس په هيلو پوره ختلې۔ مخالفين د روغتيا په څانګه كښې يوازې نعرې لګولو سره پاتې شول او وزيراعظم يو ځل بيا د روغتيا سټركچر پلان معرفي كولو سره د اولس دوستې څرګند ثبوت وركړے۔ وزيراعظم د ګڼ شمېر روغتونو د جوړولو اعلان كولو سره د اولس زړونه ګټلي دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د روغتيا ستونزې حل كولو ته ترجيح وركړې ځكه چې دې سره اولس نېغ په نېغه تعلق لري۔