په وېتنام كښې په بارانونو او سېلاب كښې د مړو كسانو شمېره 37 ته ورسېده

په وېتنام كښې په بارانونو او سېلاب كښې د مړو كسانو شمېره 37 ته ورسېده

هنوئي (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) په وېتنام كښې په بارانونو او سېلاب كښې د مړو كسانو شمېره 37 ته رسېدلې او لا هم 40 كسان بې دركه دي۔ د وېتنام چاراكو له مخې دا كسان په شپږو ولايتونو كښې مړه شوي دي۔ د وېتنام د ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ له مخې په سېلاب كښې هوا بن ولايت تر ټولو زيات ځپل شوے دے چرته چې 11 كسان مړه او 21 بې دركه شوي دي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په ځپليو سيمو كښې د مرستې چارو لپاره پوځ رابلل شوے دے۔