انفراسټركچر ٬ توان او مواصلات غونډې مهمې پروژې لرونكې پاك چين اقتصادې لاره به پاكستان د سيمه ايز مېنوفېكچرنګ مركز وګرځوي٬

نېعه په نېغه خارجي سرمايه كارۍ له د پاكستان وضعه پرله پسې مخ په ښه كېدو ده۔د وزیراعظم محمد نواز شریف د ترکیې د "کے او سي ګروپ" صدر فتح کمال ابېلي اولو سره خبرې

انفراسټركچر ٬ توان او مواصلات غونډې مهمې پروژې لرونكې پاك چين اقتصادې لاره به پاكستان د سيمه ايز مېنوفېكچرنګ مركز وګرځوي٬
نېعه په نېغه خارجي سرمايه كارۍ له د پاكستان وضعه پرله پسې مخ په ښه كېدو ده۔د وزیراعظم محمد نواز شریف د ترکیې د

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي انفراسټركچر ٬ توان او مواصلات غونډې مهمې پروژې لرونكې پاك چين اقتصادې لاره به پاكستان د سيمه ايز مېنوفېكچرنګ مركز وګرځوي٬ نېعه په نېغه خارجي سرمايه كارۍ له د پاكستان وضعه پرله پسې مخ په ښه كېدو ده۔ده دا خبرې د تركيې د "کے او سي ګروپ" صدر فتح کمال ابېلي اولو سره وكړې چا د خپل پلاوي سره وزيراعظم هاٶس وزيراعظم سره د زيارت په ورځ ملاقات كولو۔

وزیراعظم ووئيل ٬ نېعه په نېغه خارجي سرمايه كارۍ له د پاكستان وضعه پرله پسې مخ په ښه كېدو ده او امنيتي وضعه ښه كېدو سره په تېرو 3 كالو كښې د يو زړه راښكونكې ځائ په توګه پاكستان سمايه كارۍ لپاره لا غوره هېواد ګرځېدلې۔د پلاوي هركلي كولو سره وزیراعظم ووئيل د پاکستان حکومت او اولس تركيې سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي ٬ دواړه هېوادونه په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول فكر لري۔

وزیراعظم د کے او سي ګروپ لخوا د پاکستان پرېمیئم هوم اپلائنس کمپنۍ (ډاؤلینس) اخستل او د پاكستان ماركيټ ته د داخلېدو اقدام وستائلو ۔ ترکیې څخه د توان٬ انفرسټركچر ٬ ودانيو او خدماتو په اړه نېغه په نېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ ستائنه كولو سره وزیراعظم په سباٶن كښې د تركيې كمپنيو لا سرمايه كارۍ له هيله ولرله ۔ده ووئيل زمونږ سرمايه كاره پالېيسۍ نيغه په نېغه خارجي سرمايه كار راغب كولو له د ښه كاروباري موحول پېدا كولو بلها اسانۍ وړاندې كوي٬۔

وزيراعظم ووئيل دا خبره د ډاډ وړ ده چې د تركيې نوموړې كمپنۍ د پاكستان د توان، انفراسټرکچر، تعمیرات او د خدماتو په څانګو كښې سرمايه كارۍ له خوښي لري۔په دې موقع فتح کمال ووئيل پاکستان سرمایه کارۍ له مثالي حېثيت لري او زمونږ كمپني د پاكستان د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د نورې سرمايه كارۍ كولو عزم لري ٬ ده ووئېل د نړيوالې مالياتي ادارې لخوا د پاكستان د ښه اقتصادي وضعې اعتراف د ستائنې خبره ده ۔د پلاوي په نورو غړو كښې لی وېنتھ کاکیررګیو، حقان حمدي بلګرلو او صالح ارسلان تاس شامل وو۔ په دې موقع د خزانې وزير اسحاق ډار، د تجارت وزير انجینئر خرم دستګیر،د سرمايه كارۍ بورډ چیئرمېن مفتاح اسماعیل او نور چاوراكي هم موجود وو.