خارجه وزير خواجه محمد آصف د سارك وزارتي كونسل په غونډه كښې ګډون وكړو

خارجه وزير خواجه محمد آصف د سارك وزارتي كونسل په غونډه كښې ګډون وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22ستمبر2017ء) خارجه وزير خواجه محمد آصف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په مهال د سوئيلي آسيا هېواد تنظيم سارك د وزارتي كونسل په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د غونډې كوربتوب او مشري د نيپال خارجه وزير وكړه۔ په غونډه كښې د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو ګډون وكړو۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف غونډې ته په خپله وېنا كښې د سارك اصولو او اهداف ترلاسه كولو لپاره د پاكستان لخوا د پوخ عزم څرګندونه وكړه۔

ده د سيمه ايزو روابطو د لارې د سوئيلي اسيا په منطقه كښې پرمختګ او خوشحالي باوري كولو لپاره د سارك د كار په استعداد رڼا واچوله۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان سيمه ايزو چېلنجونو او د سيمه ايز پرمختګ تقاضو لپاره سارك يو مهم پلېټ فارم ګڼي۔ ده ووئيل چې د سارك تنظيم اهداف او مقاصد ترلاسه كولو لپاره د تنظيم استعداد كارولو سره د روغونې چارو ته د وده وركولو ضرورت دے۔