د روغتيا د وزيرانو سيمه ايز كنفرنس به د اكتوبر د 9مې نېټې نه تر 12مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي٬ په كنفرنس كښې به د 21 هېوادونو د روغتيا وزيران ګډون كوي

د روغتيا د وزيرانو سيمه ايز كنفرنس به د اكتوبر د 9مې نېټې نه تر 12مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي٬ په كنفرنس كښې به د 21 هېوادونو د روغتيا وزيران ګډون كوي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ18ستمبر2017ء) د روغتيا د وزيرانو سيمه ايز كنفرنس به د اكتوبر د 9مې نېټې نه تر 12مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي٬ په كنفرنس كښې به د 21 هېوادونو د روغتيا وزيران ګډون كوي۔ د روغتيا وزارت چارواكو له مخې كنفرنس لپاره چمتووالې نيول كېږي۔ د روغتيا وزارت وفاقي سېكتر په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې په پاكستان كښې دا كنفرنس كېدل د اعزاز خبره ده۔ ده ووئيل چې دا كنفرنس كامياب كول د ټولو وزارتونو او ادارو شريكه ذمه واري ده او په دې لړ كښې به ټولې وسيلې كارولې شي۔