مسلم ليګ (ن) ادارې مضبوطول غواړي۔ د طلال چوهدري د سترې محكمې نه بهر خبرې

مسلم ليګ (ن) ادارې مضبوطول غواړي۔ د طلال چوهدري د سترې محكمې نه بهر خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ13ستمبر2017ء) د داخله چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دې چې قانوني٬ آئيني او عام خلقو د پخواني وزيراعظم نااهلي رد كړې۔ د شورو په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل نواز شريف ته د هر پاكستاني پشان د فيئر ټرائل حق ترلاسه دے او د دې نه انكار نه شي كېدې۔ ده ووئيل د ريويو پيټيشن د نااهلۍ پحقله په پرېكړه كښې غلطۍ لرې كولو لپاره فائل كړې شوې٬ مونږ هېڅ رعايت نه غواړو بلكې صرف د نواز شريف د حق غوښتنه كوٶ۔ په شېخ رشيد تنفيد كولو سره ده ووئيل د ھغه انګريزي دومره ښه نه دې خو ھغه د ګڼ شمېر مخونو پټيشنز فائل كړي دي چې مقصد ئې دا دې چې ھغه څوك فيډ كوي۔