ترهه ګر په سلګو دي ٬ ډېر زره به بدامني ختمه شي٬

د لوډشېډنګ كچه ټيټه شوې٬ كال 2018 به لوډشېډنګ فري كال وي٬ هېواد كښې د موټروېز او سړكونو جال خپروو٬ اقتصادي وضعه ښه شوې٬ ګراني كمه شوې٬ روپۍ مستحكم شوې٬ د زرمبادله پانګي رېكارډ كچې ته رسېدلې٬ كه د كال 2018 په ټاكنو كښې بيا موقع ترلاسه شوه نو د جي ډي پي شرح نمو به 12 فيصده ته رسوو٬ مونږ تل د نورو د مېنډېټ احترام كړې او ټولو سره په ګډه مو تګ كړې٬ كله مو د درغلې ټګۍ٬ او د 35 پنكچرو خبره نه ده كړې٬ بايد د ټګۍ تورونه لګوٶنكي خپلو ګرېوانونو ته سر ښكته كړي۔د وزیراعظم محمد نواز شریف برآمد كوٶنو ته د سېلز ټېكس ريفنډ چېكس وېش دستورې ته وېنا

ترهه ګر په سلګو دي ٬ ډېر زره به بدامني ختمه شي٬
د لوډشېډنګ كچه ټيټه شوې٬ كال 2018 به لوډشېډنګ فري كال وي٬ هېواد كښې د موټروېز او سړكونو جال خپروو٬ اقتصادي وضعه ښه شوې٬ ګراني كمه شوې٬ روپۍ مستحكم شوې٬ د زرمبادله پانګي رېكارډ كچې ته رسېدلې٬ كه د كال 2018 په ټاكنو كښې بيا موقع ترلاسه شوه نو د جي ډي پي شرح نمو به 12 فيصده ته رسوو٬ مونږ تل د نورو د مېنډېټ احترام كړې او ټولو سره په ګډه مو تګ كړې٬ كله مو د درغلې ټګۍ٬ او د 35 پنكچرو خبره نه ده كړې٬ بايد د ټګۍ تورونه لګوٶنكي خپلو ګرېوانونو ته سر ښكته كړي۔د وزیراعظم محمد نواز شریف برآمد كوٶنو ته د سېلز ټېكس ريفنډ چېكس وېش دستورې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې ترهه ګر په سلګو دي ٬ ډېر زره به بدامني ختمه شي٬ د لوډشېډنګ كچه ټيټه شوې٬ كال 2018 به لوډشېډنګ فري كال وي٬ هېواد كښې د موټروېز او سړكونو جال خپروو٬ اقتصادي وضعه ښه شوې٬ ګراني كمه شوې٬ روپۍ مستحكم شوې٬ د زرمبادله پانګي رېكارډ كچې ته رسېدلې دي٬ كه د كال 2018 په ټاكنو كښې بيا موقع ترلاسه شوه نو د جي ډي پي شرح نمو به 12 فيصده ته رسوو٬ مونږ تل د نورو د مېنډېټ احترام كړې او ټولو سره په ګډه مو تګ كړې٬ كله مو د درغلې ٬ټګۍ٬ او د 35 پنكچرو خبره نه ده كړې٬ بايد د ټګۍ تورونه لګوٶنكي خپلو ګرېوانونو ته سر ښكته كړي۔

وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ برآمد كوٶنو ته د سېلز ټېكس ريفنډ چېكس وېش دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار، د وزیراعظم رېونیو لپاره خاص مرستيال هارون اختر خان، د اېف بي آر چیئرمېن نثار محمد خان او د وفاق صنعت او تجارت پاکستان (اېف پي سي سي آئي) صدر عبدالرؤف عالم هم دستورې ته وېنا وكړه۔ وزیراعظم ووئيل هېواد كښې د امن وضعه ښه شوې٬ ترهه ګر په سلګو دي ٬ ډېر زر به هېواد كښې بدامني ختم شي او امن به راشي او په نتيجه كښې به ئې اقتصادي هلې ځلې وده وكړي۔

ده ووئيل هېواد كښې به سرمايه كاري زياته شي٬ برآمدات به زيات شي او قامي امدن به هم زيات شي٬ نوې كارخانې به ولګي او اولس ته به د روزګار موقعې په لاس روشي۔ وزيراعظم ووئيل د لوي څښتن مننه ده چې د پاكستاني قام دعاګانې قبلېږي٬ د هېواد اقتصادي وضعه مخ په ښه كېدو ده٬ د دې لا ښه كولو له هڅې ګړندۍ كول پكار دي۔ وزیراعظم ووئيل اقتصادي پرمختګ كښې توان ډېر اهميت لري٬ دې مقصد لپاره د برېښنا پېداوار په يو شمېر منصوبو كار روان دے٬ په تهر كښې كارخارنې لګولې شي٬ په دې 65 كاله وړاندې كار پېل كېدل پكار ٶ خو اوس زمونږ د حكومت منصوبو په نتيجه كښې د سكرو كارول پېل كېدونكي دي٬ تهر كښې د اعلٰې معيار سكرو څخه به ارزانه برېښنا پېدا كولې شي او دې سره به كورنيو مصرف كوٶنكو او كروندګرو ته هم ګټه ورسي ۔

وزیراعظم ووئيل اوسني حكومت چې اقتدار ترلاسه كړو نو د اقتصادي بحالۍ٬ ترهه ګرۍ او د برېښنا بحران مسئلو سره مخ شو٬ په ټاكنو كښې د كاميابۍ نه پس مونږ د دې مسئلو حل له سنجيده خبرې پېل كړې۔ده ووئيل د پاك چین اقتصادي لارې منصوبې نه علاوه د توان نورې ګڼ شمېر منصوبې هم لګولې كېږي او د دې منصوبو د كار په رفتار د چين پوهان هم حېرانه دي۔ده ووئيل د كال 1990 په لسيزه كښې هېواد ډېره برېښنا لرله ٬ د كال 1999 نه تر كال 2013 د برېښنا په منصوبو كار نه دې شوې٬ مونږ د كال 2008 نه تر كال 2013 د مخالفې ډلې په توګه د پيپلز ګوند څخه دا پوښتنې كولې چې ھغوې ته دا مسئله په ورثه كښې ترلاسه ده نو ھغوي دي د ذمه وارو نه پوښتنه وكړي چې دا بې غوري ئې ولې كړې۔

وزیراعظم نواز شریف ووئيل د ګاز كمي تر سره كولو له هم كار روان دے او د تاپي پروژې بشپړېدو سره به په راتلونكي كښې د ګاز مسله هواره شي۔ ده ووئيل نن په هېواد كښې د موټروے او سړكونو جال خپرولې شي ٬ مېټرو بس او اورنج لائن ټرېن جوړېږي٬ رېلوے مخ په ښه كېدو ده ٬ پي آئي اے به په راتلونكو دوه كلونو كښې ښه اېئر لائن جوړ شي۔ وزیراعظم ووئيل د سي پېك له مخې د سړكونو او موټروېز منصوبې د بشپړېدو په پړاٶ كښې دي٬د كراچۍ نه تر حېدرآباد 6 لائن موټروے به راتلونكي كال سر ته ورسي ٬د حېدرآباد نه تر سکھر موټروے جوړولو له د فنډ انتظام روان دے او دغسې د لاهور نه تر سكهر په موټروے كار پېل شوے دے٬د ګوادر نه تر کوئټه او بيا تر خېبرپښتونخوا موټروے جوړېږي ٬ دغسې خنجراب- ګلګت بلتستان-مانسهرہ-حسن ابدال موټروے جوړېږي٬ په آزاد کشمیر كښې هم مېنډېت ترلاسه شوې٬ مونږ د آزاد کشمیر پرمختګ غواړو ٬ ګلګت بلتستان كښې هم كار روان دے٬ مونږ په برېښنا٬ انفراسټركچر ٬ ترهه ګرۍ او د امن پشمول په ټولو څانګو نظر ساتو۔

ده ووئيل يو وخت و چې د لوډشېدنګ په ضد خلق په سړكونو ٶ ٬ هر خوا تېارې وي خو اوس د لوډشېډنګ كچه ټيټه شوې٬ ھغه وخت به هم راشي چې د هېواد څخه به لوډشېډنګ ختم شي او كال 2018 كښې به هېواد كښې هېڅ لوډشېډنګ نه وي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ حكومت د ارزانې برېښنا پېدا كولو په منصوبو كار كوي٬ د اېل اېن جي په دريو منصوبو كښې په ايماندارۍ او سپېځلتيا سره يو ارب 25 كروړه بچت شوې كوم چې يو مثال دے۔

وزیراعظم ووئيل حکومت په ايماندارۍ او خوارۍ سره كار كوي سوداګر او سرمايه كار دې د خېر په دي كار كښې د حكومت ملګرتيا وكړي۔ ده ووئيل ٬ مونږ تل د نورو د مېنډېټ احترام كړې او ټولو سره په ګډه مو تګ كړې٬ كله مو د ټګۍ٬ درغلې او د 35 پنكچرو خبره نه ده كړې٬ بايد د ټګۍ تورونه لګوٶنكي خپلو ګرېوانونو ته سر ښكته كړي۔ده ووئيل پیپلز ګوند سره په ښه ماحول كښې د اقتدار انتقال ترسره كړې شوې دغسې چې نړۍ ته پته ولګي چې پاكستان يو نظام لري ٬ جمهوریت لري، د آئین او قانون سرلوړي او د يو بل د مېنډېټ احترام كوي۔

ده ووئيل چې د آزاد کشمیر د ټاكنو نتيجې د ټولو په وړاندې دي۔ وزیراعظم ووئيل د كال 2013 د ټول ټاكنو نه پس مونږ په سندھ كښې د پيپلز ګوند او خېبرپښتونخوا كښې د پاكستان تحريك انصاف مېنډېټ احترام كړې او د ھغې د بدلولو هڅې مو نه دي كړې٬ كه مونږ غوښتل نو په خېبرپښتونخوا كښې مو خپل حكومت جوړولې شو۔ وزیراعظم ووئيل مونږ ټول ګوندونه ځان سره د ساتلو پالېسي خپله كړې ٬ په جون كال 2013 كښې مې د وزیراعظم په حېث سوګند پورته كړې او ستمبر 2013 كښې مو د ټولو ګوندونو په مشاورت كراچۍ كښې عمليات پېل كړل۔

ده ووئيل بايد كراچۍ د پاکستان تر ټولو ښكلې ښار وي خو په راتلونكي كښې به ټول معاملات سم شي ٬د كراچۍ امن د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له ضروري دے۔ نواز شریف ووئيل مونږ د ترهه ګرۍ مقابله كړې٬ وضعه د وړاندې نه ډېره ښه ده٬ زه ټولو پوځي چارواكو او عسكرو ته مباركي وړاندې كوم ٬ شهيدانو او د ھغوي كورنيو ته هم پېرزونې وړاندې كوم چا چې امن لپاره خپل كردار لوبولې۔

قامي محصولات 3100 اربه روپو نه زيات شوي دي٬ د دې كاركردګۍ كرېډېټ د خزانې وزير او د ھغه ټيم ته ځي۔ ده د سېلز ټېکس ریفنډ كول تر 31 اګست 2016 كول ٶ كوم چې وړاندې تره كولې شي او دغسې حكومت يو بل لوظ تر سره كړو۔ ده ووئيل د برآمداتو څانګو ته تر 20 جون 2016 منظور شوې رېفنډ زر وركولې شي۔ په دې موقع وزیراعظم اعلان وكړو چې تر 15م اكتوبر كال 2016 به ټول سېلز ټېكس ريفنډز ادا كړې شي۔

ده ووئيل بايد د ټېكس شرح كمه شي ٬ دا زمونږ په پاليسۍ كښې شامل دي۔ وزيراعظم د خزانې وزير ته ووئيل د هېواد اقتصادي وضعه ښه شوې٬ ګراني كمه شوې٬ روپۍ مستحكم شوې٬ د زرمبادله پانګي رېكارډ كچې ته رسېدلې دي٬ جي ډي پي پرله پسې ښه كېږي او تر كال 2018 د جي ډي پي شرح 6 فيصد ته رسېدل پكار دي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل كه د كال 2018 په ټاكنو كښې بيا موقع ترلاسه شوه نو د جي ډي پي شرح نمو به 12 فيصده ته رسوو۔