خارجه وزير خواجه محمد آصف سره د امريكې سفير ډيوډ هيل وليدل

خارجه وزير خواجه محمد آصف سره د امريكې سفير ډيوډ هيل وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22اگست2017ء) خارجه وزير خواجه محمد آصف سره د نهې پھ ورځ د امريكې سفير ډيوډ هيل وليدل۔ د ملاقات په مهال ده وفاقي وزير ته د افغانستان او سوئېلي آسيا په اړه د اولس مشر ټرمپ اوسني بيان په حقله بريفېنګ وركړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د امريكې سفير خارجه وزير ته ووئيل چې دامريكې خارجه سېكتر ريكس ټيلرسن په يو څو ورځو كښې د ملاقات په انتظار دې۔

په ملاقات كښې به په دوه اړخيزه اړيكو او د سوئېلي آسيا په اړه د امريكې په نوې پالېسو تفصيلي خبرې اترې كېږي۔خارجه وزير خواجه آصف ته ووئيل چې خارجه سېكتر ټيلرسن د اګست په 14مه نېټه تماس نيولې وو او او ما له يې د واشنګټن دورې بلنه هم راكړې ده كومه چې ما قبوله كړی۔خارجه وزير افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د خوښۍ پخلې وكړو۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په بې شمېره قربانيو رڼا واچواله۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ په لعنت قابو موندلو لپاره به نړيوالې ورورولۍ سره كار روان ساتي۔