سمندر پورې غاړه پاكستانيانو ته د ووټ حق په وركولو د ټول سياسي ګوندونه سلا يوه ده۔ زاهد حامد

سمندر پورې غاړه پاكستانيانو ته د ووټ حق په وركولو د ټول سياسي ګوندونه سلا يوه ده۔ زاهد حامد

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22اگست2017ء) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي چې سمندر پورې پاكستاني وګړي زمونږ اثاثه ده۔ هغوي ته د ووټ حق په وركولو د ټولو سياسي ګوندونو سلا يوه ده۔ بياهم د دوئي د ووټ په اړه سسټم دومره واضحه نه دے چې په انتخابی قانون 2017ء كښې دا شامل كړې شوې وې۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د غړو لخوا د پورته كړې شويو ځينو نكتو ځواب وركولو په مهال زاهد حامد ووئيل د پارلماني كمېټۍ په زياتره ناستو كښې سمندر پورې غاړه پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو په اړه خبره وشوه۔

ده ووئيل په دې اړه دا شق بل كښې شامل دے چې الېكشن كمېشن به په دې كار كوي او د دې راپور به 15 ورځو كښې دننه ايوان ته وړاندې كوي۔ ده ووئيل دا خبره كول چې په دې كار نه دے شوے زياتې دے۔ په دې ډېر كار شوے او ډېر محنت شوے۔