د امريكائي اولسمشر په بيان بايد حكومت د خپل غبرګون څرګندونه وكړي۔ سيد خورشيد شاه

د امريكائي اولسمشر په بيان بايد حكومت د خپل غبرګون څرګندونه وكړي۔ سيد خورشيد شاه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22اگست2017ء) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شال ووئيل پاكستان د تېرو 33 كالو راهسې ترهه ګرۍ سره مخ دے٬ په زرګونو امنيتي اهلكار او عام وګړو قربانۍ وركړې دي٬ پاكستان كښې د هند د لاس وهنې واضح ثبوتونه موجود دي خو د دې هر څه باوجود د امريكائي اولس مشر لخوا د پاكستان په باره كښې بيان د غور جوګه دے٬ بايد حكومت د خپل غبرګون څرګندونه وكړي۔

د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل هندي جاسوس كلبهوشن ياديو پاكستان كښې نيولې شوې د دې نه علاوه هم د هندي لاس وهنې ثبوتونه موجود دي٬ افغانستان كښې د روسيې د لاس وهنې نه تر اوسه پاكستان د هغه جنګ ښكار دے او د كهربونو ډالرو ورته زيان رسېدلے۔ ښارونه په ښارونه ويجاړېږي۔ ده ووئيل پاكستان د امريكې د پاليسو له امله ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شوې۔ ده ووئيل په دې خبره موقف رامخې ته كېدو ته اړتيا ده چې ولې امريكائي اولس مشر دا خبره كړې۔ په دې د سېفران وزير ووئيل په دې اړه به د حكومت غبرګون راشي۔