د كشمير كشالې شاملولو نه غېر سوئيلي آسياء لپاره د امريكې پاليسۍ ګتوره نه شي ګرځېدې۔ سناتور عبدالقيوم

د كشمير كشالې شاملولو نه غېر سوئيلي آسياء لپاره د امريكې پاليسۍ ګتوره نه شي ګرځېدې۔ سناتور عبدالقيوم

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22اگست2017ء) دفاعي پېداوار لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقیوم د امریکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا جاري شوې افغان پاليسي مايوس كنه ګرځولو سره وئيلي دي دا پاليسي تر ھغې وخته نتيجې نه شي وركولې تر څو چې امريكا سوئيلي آسياء لپاره خپله پاليسۍ كښې د كشمير كشاله شامله نه كړي٬ د كشمير مسئله اوس هم د منطقې فلېش پوائنټ دے ٬ چرته چې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ روانې دي۔

سناتور عبدالقيوم دا خبرې اے پي پي سره وكړې۔ ده ووئيل مونږ د سوئيلي آسياء پحقله د امريكې پاليسي مايوس كنه ګرځولې ده ولې چې په ھغې كښې حقائق نظر انداز كړې شوې ۔ده ووئيل د مسئلو هوارۍ د طاقت د لارې ممكن نه دے ځكه امريكې 16 كاله وړاندې افغانستان ته يو لك 40 زره عسكر رالېږلې وو خو تر اوسه ئې څه ښې نتيجې نه دي ترلاسه كړې۔ده ووئيل دا ځل امريكې د ترهه ګرۍ په ضد افغانستان كښې د هند وړاندې كولو منصوبه جوړه كړې ٬ په اصليت كښې ځيني نړيوال قوا پاكستان كښې د پرمختګ ٬ معاشي استحكام ٬ د سي پېك پشمول په نورو منصوبو او اقداماتو خوشحاله نه دي او ھغوي غواړي چې د سي پېك په لاره كښې خنډان رامېنځ ته كړي خو پاكستان به هغوي هېچرې داسې كېدو ته پرې نه ږدي۔

ده ووئيل د كشمير كشالې شاملولو نه غېر سوئيلي آسياء لپاره د امريكې پاليسۍ نتيجې نه شي وركولې۔