كه د پارلمان ماحول بهتر وساتلې شي نو د بهر ماحول به هم بهتر شي۔سيد خورشيد احمد شاه

كه د پارلمان ماحول بهتر وساتلې شي نو د بهر ماحول به هم بهتر شي۔سيد خورشيد احمد شاه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ21اگست2017ء) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي كه د پارلمان ماحول بهتر وساتلې شي نو د بهر ماحول به هم بهتر شي٬پرمختګ چې هر چرته كېږي د پاكستان پرمختګ دے٬په پرمختيائي فنډونو د پارلمان ټول غړي يو ډول حق لري۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سيد خورشيد شاه ووئيل په ورځپاڼه كښې خبر راغلې چې د قامي اسمبلۍ غړو ته 30 اربه روپۍ وركړې شوي بايد د دې وضاحت وكړې شي۔ده ووئيل مونږ په خپل دور كښې اپوزيشن ته فنډ وركړې ؤ او دا د دوي حق ؤ ٬ ده ووئېل دا د خلقو په رايو دلته راغلې دي٬د دې ايوان ماحول دې سم وساتلې شي۔كه پرمختيائي فنډ وركول وي نو ټولو ته دې وركړې شي۔