هېواد څخه د ترهه ګرۍ نوغې ويستلو ته حكومت تر ټولو اول پاملرنه كوي۔

آپرېشن ضرب عضب د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره كامياب پاتے شوے۔حكومت د كركيلې او صنعت په شمول د معيشت ټولو څانګو ته خاص پام كوي۔ د مقبوضه كشمير اولس خپلې آزادۍ له هڅې كوي د كومې حق چې دوئي ته د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې وركړې شوې۔ نړيواله ورورولي بايد په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ پاكستان هند سره د كشمير مسئلې حل لپاره په امن ناكه خبرو باور لري۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د ناروے خارجه وزير بورج برېنډے سره خبرې

هېواد څخه د ترهه ګرۍ نوغې ويستلو ته حكومت تر ټولو اول پاملرنه كوي۔
آپرېشن ضرب عضب د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره كامياب پاتے شوے۔حكومت  د كركيلې او صنعت په شمول د معيشت ټولو څانګو ته خاص پام كوي۔ د مقبوضه كشمير اولس خپلې آزادۍ له هڅې كوي د كومې حق چې دوئي ته د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې وركړې شوې۔ نړيواله ورورولي بايد په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ پاكستان هند سره د كشمير مسئلې حل لپاره په امن ناكه خبرو باور لري۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د ناروے خارجه وزير بورج برېنډے سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف هېواد څخه د ترهه ګرۍ نوغې ويستل د حكومت اولنۍ ترجيح ګرځولو سره وئيلي آپرېشن ضرب عضب د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره كامياب پاتے شوے۔حكومت د كركيلې او صنعت په شمول د معيشت ټولو څانګو ته خاص پام كوي۔ د مقبوضه كشمير اولس خپلې آزادۍ له هڅې كوي د كومې حق چې دوئي ته د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې وركړې شوې۔

نړيواله ورورولي بايد په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ پاكستان هند سره د كشمير مسئلې حل لپاره په امن ناكه خبرو باور لري۔ وزیراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د ناروے خارجه وزير بورج برېنډے سره خبرو كښې وكړه چا چې وزيراعظم هاؤس كښې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔د ناروے خارجه وزير د كوئټې په پېښه د ناروے وزيراعظم او اولس لخوا وزيراعظم سره غمرازي ښكاره كړه۔

وزيراعظم د ناروے خارجه وزير او ده سره د راغلي پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت هېواد څخه د ترهه ګرۍ نوغې ويستلو ته تر ټولو اول پاملرنه كوي۔په قامي اتفاق رائې وضعه كړې شوې ضرب عضب عمليات د ترهه ګرو په ضد ډېر كامياب پاتې شوي دي۔ دې سره د ترهګرو نېټ ورك د منځه تلې۔ دوئي وروستو آسان هدفونه په نښه كول پېل كړل۔ وزیراعظم ووئيل تېر كال د 4.7 فیصد جی ډی پی نمو ترلاسه كولو څخه وروستو پاكستان راتلونكو مياشتو كښې د 5 فیصد شرح نمو ترلاسه كولو هيله لري۔

ده ووئيل پاکستان كښې افراط زر د 40 كاله په كم ترين شرح دے۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د برېښنا په كمبوت قابو موندلو له په تندۍ سره كار كوي او تر راروان كال به 10 زره مېګاواټ زياته برېښنا نظام كښې شامل كړې شي۔ ده ووئي بھاشا ډېم څخه 4500 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كيږي او د سېلابونو مخنيوي كښې به هم مرسته وشي۔ وزیراعظم ووئيل د چين په مرسته پاك چين اقتصادي راهداري كښې بنيادي اډانه ٬ د توان او مواصلاتي پروژې شامل دي۔

د پاکستانی حکومت د ترهه ګرۍ مخنيوي تګلارې ستائنه كولو سره بورج برېنډے ووئيل پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پېښو كښې ښكاره كمې راغلې۔ ده ووئيل پاكستان بايد د امن ناكه افغانستان لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم ووئيل افغانستان كښې امن د پاكستان او منطقې په ګټه دے۔ مونږ د افغانستان په مشرتابه كښې امن لپاره د پورته كړېدونكو ګامونو ملاتړ كوؤ۔

په دې مهال د مقبوضه كشمير په وضعه هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم ووئيل خپلې آزادۍ لپاره هڅې كوي او دا د دوئي بنيادي حق دے۔ د ملګرو ملتونو قرارداد كشميري اولس ته د خپل سباؤن پرېكړې كولو حق وركوي۔ نړۍ بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د روانې وضعې سختي كمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان هند سره د كشمير مسئلې حل لپاره په امن ناكه خبرو باور لري۔

بورج برېنډے ووئيل د ايران او سعودي عربستان ترمينځھ د تاؤ تريخوالي په كمولو كښې د پاكستان كردار خوشبين دے او ټولې نړۍ د دې ستائنه كړې۔ په دې مهال د ناروے خارجه وزير وزيراعظم نواز شريف ته د ناروے وزيراعظم لخوا د خېر سګالۍ جذبې ورسولې۔وزیراعظم خپل د ناروے همڅنګ ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز او خاص مرستيال طارق فاطمي هم ملاقات كښې موجود ؤ۔ (ص ف/وا/وس/2143)