د عمران خان غوندې وګړي هېواد كښې د اړي ګړي سياست غواړي٬

خېبرپښتونخوا كښې ټولې ټهېكې جهانګير ترين له وركړی شوي ٬ 2018 كښې به لوډشېډنګ ختم كړې شي۔د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي وئېلي دي د عمران خان غوندې وګړي هېواد كښې د اړي ګړي سياست غواړي ٬هغه خپله صوبه كښې اولسي خذمت كښې پاتې راغلې٬خېبرپښتونخوا كښې ټولې ټهېكې جهانګير ترين له وركړی شوي دي٬ 2018 كښې به لوډشېډنګ ختم كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ مېډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔

عابد شېرعلي ووئيل د لويو پرمختيائي پروژو او غېر ملكي سرمايه كارو زياتوالي په سوب د مسلم ليګ(ن)مقبوليت زيات شوې۔ ده ووئيل د آزاد كشمير په بلدياتي ټاكنو كښې ښكاره كاميابي د مسلم ليګ(ن)په پالېسيو د اولس د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)په پرمختيائي ايجنډا عمل كوي۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې ټولې ټهېكې د تحريك انصاف لارښود جهانګير ترين له وركړې شوي٬ ده ووئېل كله چې د احتساب كمېسون ډائرېكټر جنرل د بډو اخستل په ګوته كړه نو هغه يې د چوكۍ څخه اخوا كړو۔