پاكستان د افغان كډوالو د پاتې كېدو موده نوره نه پراخا كوي٬

د رجسټرډ افغان كډوالو پاتې كېدو موده تر 31 دسمبر 2016 او د غېر رجسټرډ موده تر 15 نومبر 2016 ده٬د پاكستان څخه د افغان كډوالو ستنېدو لړۍ روانه ده٬تراوسه 48 زره 557 كسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي۔د سېفران وزارت دوهم سېكتر عرفان خان اے پي پي سره خاص خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د پاكستان حكومت د افغان كډوالو د پاتې كېدو موده نوره نه پراخا كوي٬ د رجسټرډ افغان كډوالو پاتې كېدو موده تر 31 دسمبر 2016 او د غېر رجسټرډ 15 نومبر 2016 ده٬د پاكستان څخه د افغان كډوالو ستنېدو لړۍ روانه ده٬تراوسه 48 زره 557 كسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي۔د زيارت په ورځ د سېفران وزارت دوهم سېكتر عرفان خان اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د افغان كډوالو 30 كاله مېلمستيا كړې كومه چې تر اوږدې مودې او په نړيوال كچ تاريخي ده۔

د ملګرو ملتونو كډوالو ادارې يو اېن اېچ سي آر د پاكستان څخه افغانستان ته بېرته تلونكو كډوالو له نغده مرسته وركوي چې د يو كس 400 او د كورنۍ كه اووه كسان وي نو هغوي له 2 زره 800 ډالره وركولې شي۔ده ووئيل په دې اړه د وزارت درې واړه كمشنران په څلورو واړو صوبو كښې د خبرتيا كمپائن چلوي او تراوسه 48 زره 557 كسان بېرته افغانستان ته رسېدلې۔د ه ووئېل بېرته ستنېدونكو كورنيو له پھ افغانستان كښې د افغان حكومت د اړخه د استوګنې انتظامات شوي۔

ده ووئيل د سېفران وزارت پاكستان كښې د افغان كډوالو كېمپونو له د افغانستان ننګرهار ولايت سرښار جلاله آباد ته د منتقل كولو په اړه د وزيراعظم سېكرټرېټ ته منظورۍ لپاره سمري لېږلې۔ده ووئيل پاكستان كښې افغان كډوال كوم چې رجسټرډ دي تر 31 دسمبر 2016 پاتې كېدې شي دغسې كوم كډوال چې غېر رجسټرډ دي هغوي تر 15 نومبر 2016 پاتې كېدې شي۔ده ووئيل د پاكستان حكومت د افغان كډوالو پاتې كېدو موده نوره نه زياتوي۔