وزيراعظم محمد نواز شريف د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه د توان او بنيادي اډهانې۔

روانو پروژو په حقله د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه د سي پېك ټولو پروژو په وخت د بشپړولو سپارښتنه غونډه كښې د ګڼو اېم او يوز منظوري وركړی شوه٬ مجوزه هاؤسنګ پالېسۍ له څلور كسيزه كمېټي جوړه كړی شوه

وزيراعظم محمد نواز شريف د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه د توان او بنيادي اډهانې۔
روانو پروژو په حقله د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه د سي پېك ټولو پروژو په وخت د بشپړولو سپارښتنه غونډه كښې د ګڼو اېم او يوز منظوري وركړی شوه٬ مجوزه هاؤسنګ پالېسۍ له څلور كسيزه كمېټي جوړه كړی شوه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د پاكستان او چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه د توان او بنيادي اډهانې روانو پروژو په حقله د كار په رفتار د اطمينان څرګندونې سره سپارښتنه كړې چې د سي پېك ټولې پروژې پخپل ټاكلې وخت تر سره كړئ۔د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د كابينې غونډې مشري كولو سره وزيراعظم ووئيل مونږ د روانو پروژو ميوو څخه استفاده كول غواړو بايد د توان او بنيادي اډهانې په اړه مونږ د سباؤن پروژو ته پام لرنه وكړو۔

د كورنو او ودانۍ وزير كابينې ته د شخصي څانګې سره په ګډه لينډ بيكنګ لپاره جوائنټ وينچر پالېسۍ په اړه بريفنګ وركړو۔كابينې د وزارت د تجويز اصولي منظوري وركړه او د لا ښه كولو پريكړه يې وكړه۔كابينې د مجوزه هاؤسنګ پالېسۍ په اړه د هاؤسنګ وزير٬داخله وزير٬د قانون وزير او د سي ډي اے چيئرمېن څلور كسيزه كمېټي جوړه كړه۔وفاقي كابينې"كوډ آف كريمينل پروسيجر (بدلون) ايكټ 2016"مجوزه مسودې بل په اړه د صوبو څخه د رائے ترلاسه كولو پريكړه وكړه څنګه چې د وزيراعظم د اړخه جوړې د قانوني اصلاحاتو كمېټۍ ووئېلې وو ۔

كابينې د پاكستان او تركمانستان ترمينځه د دفاعي پیداوار اېم او يو منظوري وركړه۔پاكستان او جاپان ترمينځه د توان په اړه د اصلاحات پروګرام II لپاره د قرض لوظ نامې لاس ليك هم منظوري وركړې شوه ۔كابينې د سركاري آډيټنګ مرستې په اړه د ملائېشيا نېشنل آډټ ديپارټمنټ او د پاكستان آډيټر جنرل دفتر ترمينځه د مفاهمت په يادښت د خبرو اترو اصولي منظوري وركړه۔

دې سره د سركاري آډيټنګ مرستې په اړه د ويت نام اسټېټ آډټ آفس او د پاكستان سپريم آډټ انسټي ټيوشن ترمينځه په دوه اړخيزه اېم او يو د لاس ليك منظوري هم وركړه۔كابينې د پاكستان سټېټ بانك او د روس سنټرل بينك ترمينځه د بنكارۍ څارنې مرستې له په اېم او يوز لاس ليك له د خبرو اترو پېل كولو منظوري وركړه۔د پاكستان او تركمانستان ترمينځه سفارتي پاسپورټ لرونكو له د ويزې ختمولو په لوظ نامه د لاس ليك منظوري هم وركړی شوه۔

د پاكستان او قزاخستان ترمينځه د مجرمانو تبادلې په اړه په لوظ نامه د لاس ليك منظوري وركړې شوه۔كابينې په غونډه كښې د پاكستان او كېنيا ترمينځه په غېر قانوني تګ راتګ او د نشه اي توكو مخ نيوي له د مرستې په اېم او يوز د لاس ليك په لړ كښې د خبرو پېل كولو منظوري هم وركړې ده ۔)ص ف/ض ض/وس/1742)