د بلاك شوو شناختي كارډونو په اړه د كمېټۍ غونډه دې راوبللې شي۔غلام احمد بلور

د بلاك شوو شناختي كارډونو په اړه د كمېټۍ غونډه دې راوبللې شي۔غلام احمد بلور

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ8اگست2017ء) د عوامي نېشنل ګوند پارلماني لارښود حاجي غلام احمد بلور وئېلي دي چې د كومو پښتنو شناختي كارډونه بلاك شوي دي د هغې ازاله دې وكړې شي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته حاجي غلام احمد بلور ووئيل د بلاك شوو شناختي كارډونو په اړه دې د كمېټۍ غونډه راوبللې شي۔شېخ صلاح الدين ووئيل كراچۍ كښې د شناختي كارډونو لويې سنټرې دې بندې نه كړی شي۔