كرنسي او اېكسچېنج ماركيټونو كښې د غېر قانوني هلو ځلو مخ نيوي لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي۔

د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د سټېټ بانك ګورنر سره خبرې اترې

كرنسي او اېكسچېنج ماركيټونو كښې د غېر قانوني هلو ځلو مخ نيوي لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي۔
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د سټېټ بانك ګورنر سره خبرې اترې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار كرنسي او اېكسچېنج ماركيټونو كښې د غېر قانوني هلو ځلو مخ نيوي لپاره د ټولو اسانيو د كارولو سپارښتنه كړې ده ۔ده د سټېټ بانك ګورنر اشرف محمود وتره سره خبرې كولې چا چې د شورو په ورځ فنانس ډويژن كښې ده سره وليدل۔په دې موقع د سټېټ بانك ګورنر وفاقي وزير له د كرنسۍ غېر قانوني كاروبار او غېر قانوني ايكسچېنج كمپنيو په ضد د كريك ډاؤن په حقله بريفنګ وركړو۔د خزانې وزير ووئيل بايد د كرنسۍ او اېكسچنچ ماركيټونو كښې د غېر قانوني هلو ځلو مخ نيوي له هر ډول اسانغ وكارولې شي ۔د ملاقات په مهال د خزانې وزارت او سټېټ بانك چارواكي هم موجود وو