فاټا كښې د احتساب په اړه ټولې ذمه وارۍ پوليټيكل ايجنټ ترسره كوي۔ نېب يا نورې ادارې نه ۔

د پارلماني سېكتر شاهين شفيق قامي اسمبلۍ كښې د پا راګرځونې په نوټس ځواب

فاټا كښې د احتساب په اړه ټولې ذمه وارۍ پوليټيكل ايجنټ ترسره كوي۔ نېب يا نورې ادارې نه ۔
د پارلماني سېكتر شاهين شفيق قامي اسمبلۍ كښې د پا راګرځونې په نوټس ځواب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) قامي اسمبلۍ ته وئيلي شوي دي وفاق د انتظام لاندې قبائيلي سيمو كښې د احتساب ټولې ذمه وارۍ پوليټيكل ايجنټس ترسره كوي۔ دا سيمې د نېب يا نورو ادارو لاندې نه دي۔ د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې قېصر جمال فاټا كښې د رامخې ته شوې بدعنوانۍ په اړه د پام راګرځونې نوټس په ځواب پارلیمانی سېكتر شاهين شفيق ووئيل فاټا كښې نېب او نورې ادارې نشته۔

دغلته انتظامي كردار پوليټيكل ايجنټ ترسره كوي۔ قېصر جمال ووئيل د نېب دائره كار دې تر فاټا پراخا كړې شي او كومه كمېټي چې جوړولې شي دې مسئلې ته دې هم پام وكړې ۔ پارلماني سېكتر ووئيل د فاټا اصلاحاتو كمېټي جوړه كړې شوې۔ سرتاج عزيز د هغې مشر دے۔۔ د عاقب الله د پوښتنې په ځواب پارلماني سېكتر شاهين شفيق ووئيل فاضل غړې بايد بدعنوانه چارواكي به ډاګه كړي۔ د دوئي په ضد به كاروائي كولې شي.