د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه كراچۍ نه تر پېښور رېلوے اېم ون اپ ګرېډېشن كار به 2020 كښې بشپړ شي٬

كراچۍ نه تر لاهور د رېلوے دوه اړخيزه ټرېك غزولې شوې٬ اي ټكټنګ نظام معرفي كولو پشمول د رېلوے ښه والي له نور اقدامات شوي٬د پېښو مخ نيوي له د رېلوے سټېشن په غاړه باړ لګولې كېږي۔د رېلوے پارلماني سېكتر عاشق بخاري قامي اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) د رېلوے وزارت د اړخه قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي دي د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه كراچۍ نه تر پېښور رېلوے اېم ون اپ ګرېډېشن كار به 2020 كښې بشپړ شي٬كراچۍ نه تر لاهور د رېلوے دوه اړخيزه ټرېك غزولې شوې٬ اي ټكټنګ نظام معرفي كولو پشمول د رېلوے ښه والي له نور اقدامات شوي٬د پیښو مخ نيوي له د رېلوے سټېشن په غاړه باړ لګولې كېږي٬دې سره به د رېلوے پھ زمكه د قبضې مخ نيوي هم وشي۔

د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د ساجد احمد د پوښتنې په ځواب د رېلوے پارلماني سېكتر ووئيل چې د كراچۍ نه تر پېښور سېكشن په ځينو ځايونو كښې په يو ساعت كښې په 105 يا 110 كلوميټر رفتار سره ټرين مزل كوي۔د كراچۍ نه تر لاهور فيز به 2018 كښې بشپړ شي۔د ټول رېلوے ټريك او رېلوے سټېشنو اپ ګرېډېشن به كولې شي۔ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه د اپ ګرېډېشن كار به 2020 كښې بشپړ شي۔د سي پېك ترمخه د رېلوے ښه والي له كار روان دے٬ 8 جديد رېلوے سټېشنې به جوړولې شي۔