نیشنل ایکشن پلان ترمخه يو لاکھ 22 زره 772 کومبنګ عمليات،

يو لاکھ 42 زره 335شك من كسان نيولې شوي د ترهه ګرو په ضد بيلو کارروائیو كښې 1808 ترهه ګر وژلې شوي دغسې 5 زره 611 نيولې شوي د منی لانډرنګ 230 مقدمات درج كړې شوي 341 كسان حراست كښې اخستلې شوي

نیشنل ایکشن پلان ترمخه يو لاکھ 22 زره 772 کومبنګ عمليات،
يو لاکھ 42 زره 335شك من كسان نيولې شوي د ترهه ګرو په ضد بيلو کارروائیو كښې 1808 ترهه ګر وژلې شوي دغسې 5 زره 611 نيولې شوي د منی لانډرنګ 230 مقدمات درج كړې شوي 341 كسان حراست كښې اخستلې شوي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د قانون نافذ کونكو ادارو د نېشنل اېکشن پلان ترمخه يو لاک 22 زره 772 کومبنګ عمليات كړي دغسې يو لاک 42 زره 335 شكمن نيولې دي۔ قانون نافذ کونكو ادارو پنجاب كښې 56 زره 834، سندھ كښې 39 زره 485، خېبرپښتونخوا كښې 21 زره 87، بلوچستان كښې 2 زره 935، وفاقی پايه تخت كښې 653، ګلګت بلتستان كښې 996 او آزاد جمو او کشمیر كښې 310 دغسې د وفاق د سېورې لاندې قبائلی سيمې فاټا كښې 472 عمليات شوي۔

ذريعو له مخې ټول هېواد كښې 2 لکھ 12 زره 765 سټاپ اینډ سرچ عمليات شوي۔ دې نه ځانله 4 زره 230 عمليات د انټیلی جنس معلومات په بنیاد شوي ،په هېلپ لائن 1717 يو لاک 19 زره 794 کالونه ترلاسه شوي۔ د ترهه ګرو په ضد بيلو کارروائیو كښې 1808 ترهه ګر وژلې شوي دغسې 5 زره 611 نيولې شوي ٬ په دې كښې 951 ترهه ګر قبائلی سيمه فاټا، 455 سندھ، 197 خېبرپښتونخوا، 135 پنجاب، 68 بلوچستان او 2 ګلګت بلتستان كښې وژلې شوي۔

تر ټولو زيات ترهه ګر سندھ، خېبرپښتونخوا او فاټا څخه نيولې شوي۔ سندھ څڅه 1665، خېبرپښتونخوا څخه 1572 او فاټا څخه 1256 ترهه ګر نيولې شوي۔ ذريعو له مخې د خاص عدالتونو جوړېدو په لړ كښې 11 عدالتونه جوړ كړې شوي دغسې نیکټا لپاره فنډز هم جارې كړې شوے۔ ذريعو له مخې د ترهه ګرو مالی معاونت په اړه هم سخت اقدامات شوي۔ د منی لانډرنګ په ضد اقدامات کولو سره چارواكو 230 مقدمې درج كړي او 341 كسن ئې نيولي دي ۔(ص ف/وا/وس/2018)