د آزاد كشمير نوي ټاكل شوي اولس مشر محمد مسعود خان پراخا تجربه لرونكے پخوانې سفارت كار٬فعاله استازې٬

فعاله مذاكرات كار او د كشميريانو حقونو لپاره د موثر آواز په حېث په قومي او نړيواله كچه منل شوې شخصيت دے٬نوې اولس مشر راوالاكوټ سره تعلق لري٬په خارجه وزارت كښې په مهمو چوكو پاتې شوې٬په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازې پاتې شوې٬سفارتي سفر يې د بيجنګ نه پېل كړی٬واشنګټن٬هالينډ اوجنيوا كښې يې مهمې سفارتي ذمه وارۍ ترسره كړې دي

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د آزاد كشمير نوي ټاكل شوي اولس مشر محمد مسعود خان پراخا تجربه لرونكے پخوانې سفارت كار٬فعاله استازې او فعاله مذاكرات كار او د كشميريانو حقونو لپاره د موثر آواز په حېث په قومي او نړيواله كچه منل شوې شخصيت دے٬نوې اولس مشر راوالاكوټ سره تعلق لري٬په خارجه وزارت كښې په مهمو چوكو پاتې شوې٬په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازې پاتې شوې٬سفارتي سفر يې د بيجنګ نه پېل كړی٬واشنګټن٬هالينډ او جنيوا كښې يې مهمې سفارتي ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔

د خارجه دفتر وياند پھ حېث ده د كشميريانو حقونو لپاره په موثر ډول خپل غږ پورته كړی او د جمو كشمير د خلكو او د پاكستان د دريځ يې ترجماني او وضاحت كړی٬كشمير لپاره د سفارتي هلو ځلو په مهال ده د آزاد كشمير حكومت٬سياستدانانو او د مقبوضه كشمير كل جماعتي حريت كنفرنس سره ملاقاتونه كړي او دوي سره په تماس كښې پاتې شوې۔ده آزاد كشمير لپاره د نيلم جهلم د توان پلانټ د كوهاله پاور پلانټ او د زلزلې نه پس بيا رغونې او د منګله بند پراختيا لپاره په فعاله توګه كار كړې٬هغه په نړيواله كچه ښه شهرت لري٬د كالج په زمانه كښې د محمد مسعود خان نوم مسعود عبدالله وو٬د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر نيويارك كښې د پاكستان استازې او سفير پاتې شوې۔

د دې نه وړاندې څلور كاله په چين كښې د پاكستان سفير وو٬په خارجه وزارت كښې يې په مهمو چوكو وظيفه ترسره كړې٬په ملګرو ملتونو كښې يې پھ سلامتي كونسل كښې د پاكستان په ښه ډول نمائندګي كړی۔په كال 2013م كښې يې د سلامتي كونسل د مشرۍ اعزاز هم ترلاسه كړی۔په دې موده كښې هغه د يونيسف د ايګزېكټو بورډ صدر هم ټاكل شوې وو٬په چين كښې د سفارتكارۍ پھ مهال مسعود خان د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په تيارۍ شپه او ورځ خواري كړې۔(م ع/وس/ګ ل/1851)