د هند وزيراعظم نريندرمودي مقبوضه كشمير كښې د اوسنۍ ناوړه

وضعې نه د نړۍ پام اړولو له هڅه كوي٬ګڼ ځوانان د خپلې خپلواكۍ لپاره احتجاج كوي بايد هند ته دا معلومه شي چې د كشمير مسئله په ډزو نه شي هوارېدې٬د هند او پاكستان ترمينځه د خبرو اترو د لارې سياسي حل له لار لټول د وخت تقاضا ده۔د وزيراعظم خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي د هند وزيراعظم نريندرمودي په مقبوضه كشمير كښې د اوسني ناوړه وضعې نه د نړۍ پام اړولو له هڅه كوي٬ګڼ ځوانان د خپلې خپلواكۍ لپاره احتجاج كوي بايد هند ته دا معلومه شي چې د كشمير مسئله به ډزو نه شي هوارېدې ٬د هند او پاكستان ترمينځه د خبرو اترو د لارې سياسي حل لټول د وخت تقاضا ده۔

ده دا خبره د هندي وزيراعظم د آزادۍ ورځې پھ مهال د وېنا په ځواب كښې كړې۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر د اړخه د جاري شوي بيان له مخې د هند وزيراعظم د اوسني ناوړې وضعې څخه د نړۍ پام اړولو له هڅه كوي كومه چې د تېرو پنځو اونيو راهسې هند پھ مقبوضه كشمير كښې راجوړه كړې ۔ ده ووئېل پھ مقبوضه كشمير كښې 70 زره څخه زيات بې ګناه كشميريان شهيدان كړې شوي٬ 6 زره څخه زيات ژوبل شوي۔

ده ووئيل تېرو 37 ورځو راهسې پرله پسې كرفيو او مېډيا بليك آؤټ ده۔ ده ووئېل د دې پیښو ترهه ګرۍ سره هېڅ تعلق نشته٬دا د خپلواكۍ حق لپاره ځايې تحريك دے۔د دې حق وعده د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كشميريانو سره كړی۔ده ووئيل دا وخت هند او مقبوضه كشمير او آزاد جمو كشمير ترمينځه فرق د دې څخه زيات څرګندېدې نه شي۔ده ووئيل هند د را د لارې بلوچستان كښې ترهه ګري كوي٬سږ كال مارچ كښې د را نيول افسر كلبهوشن د عام اعتراف څخه هم د دې توثيق شوې۔د وزيراعظم سلاحكار ووئيل بايد هند ته دا معلومه شي چې د كشمير مسئله په ډزو نه هوارېږي٬د هند او پاكستان ترمينځه د خبرو اترو د لارې سياسي حل لټول د وخت تقاضا ده۔(ص ف/ض ض/وس/2139) ******** رقم 53 ********