د پاكستان ښه پالېسو له امله د توان او معيشت پشمول ټولې ادارې مخ په وړاندې روانې دي٬

نړيوالو ادارو د پاكستان معيشت ښھ ګرځولې ٬د ټولو پرمختيائي پروژو په شا د علامه اقبال سوچ پروت دے٬د كشمير د آزادۍ ورځ لرې نه ده ٬ كشميري اولس د ولولې ٬همت او قربانيو يو داستان رقم كړی۔د وزيراعظم د تاريخ٬ادب او قامي ورثې سلاحكار عرفان صديقي سېمينار ته وېنا

لاهور(پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د وزيراعظم د تاريخ٬ادب او قامي ورثې سلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي د پاكستان ښه پالېسو له امله د توان او معيشت پشمول ټولې څانګې مخ په وړاندې روانې دي٬نړيوالو ادارو د پاكستان معيشت ښھ ګرځولې ٬د ټولو پرمختيائي پروژو په شا د علامه اقبال سوچ پرت دے٬د كشمير د آزادۍ ورځ لرې نه ده ٬د كشميري اولس د جذبې٬همت او قربانيو يو داستان رقم كړی۔

ده د ګل په ورځ ايوان اقبال كښې پاكستان اكېډيمي كښې د تاريخ٬ادب او اطلاعات٬ خپرونو او ورثې وزارت تر سيوري لاندې د آزادۍ ورځ لمانځلو په اړه راجوړه كړی "اقبال كشمير او د پاكستان په سر خط يو سېمينار ته خطاب كولو۔پھ دې موقع ذوالفقار چيمه٬وليد اقبال٬ميا افضل حيات٬عائشه غازي پشمول نورو پھ لويه شمېره موجود وو۔عرفان صديقي ووئيل علامه اقبال زمونږ ماضي٬حال او سباؤن هم دے۔

د اقبال د كلام تشريح٬تفصير تقاضا هم دا ده چې مونږ خپل سوچ او فكر يو كړو كوم چې كلك عزم٬مثبت فكر٬جذبې او باور ته اړتيا لري۔ده ووئيل د مېډيا طاقت هغه وخت ختمېږي كله چې د هغې د آزادي او باور په ځاې ونه ساتلي شي ۔ده ووئيل مونږ له به د اقبال كلام پلو بېرته تلل وي۔ده ووئيل مونږ د زوال ښكار نه يو٬د دفاع٬تعليم او صحت په څانګو كښې پاكستان مخ په وړاندې تللې شي ٬تېره ورځ ټول قام ټول هېواد كښې كلك عزم او په قامي جزبه د آزادۍ ورځ لمانځلې او دغه بدلون دے۔ده ووئيل بلوچستان او كراچۍ كښې حالات ښه كېږي۔ده ووئيل مېډيا دې د وګړيو باور له كردار ترسره كړي۔(ص ف/ض ض/وس/2139)